لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان: په کندهار کې د داعش خراسان په ضد عملیات شوي دي


په کندهار کې د داعش په ضد د عملیانو په اړه د طالبانو ورستي اعلان نه مخکې طالبانو ویلي وو چې په افغانستان د واک ترلاسه کولو راهسې یې د داعش 600 وسله وال نیولي چې پکې د ډلې اهم غړي هم شامل دي

د افغانستان په کندهار ولایت کې د داعش خراسان ډلې په ضد عملیات شروع کړی شوي دي. دا خبره طالب چارواکو د ګل، دوشبنې، په ورځ په داسې حال کې وکړه چې په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش د یو شمېر حملو ذمه واري په غاړه اخېستې ده.

د خالي، شنبې، په ورځ داعش د کابل په دشت برچي سيمه کې هغه بم چاودنه ومنله چې پکې يو ځايي خبريال وژل شوی او بل سخت ژوبل شوی دی.

په کندهار کې د داعش خراسان په ضد د عملیاتو په اړه د ولایت د پولیس مشر عبدالغفار محمدي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل په څلورو ولسوالیو کې د ډلې په عملیات شروع کړی شوي وو چې د ګل، دوشنبې،‌ تر سحر پورې یې دوام لرلو.

محمدي وویل تر اوسه پورې د داعش څلور وسله وال وژل شوي چې یو پکې ځان په خپله په چاودېدوونکو موادو ووژلو. محمدي زیاته کړه چې د داعش لس وسله والو نیول شوي هم دي.

ای اېف پي وايي د طالبانو د استخباراتي چارو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل چې په عملیاتو کې درې ملکي کسان هم وژل شوي دي.

ای اېف پي ويلي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس داعش په ننګرهار، کندز، کندهار او کابل کې فعالا پاتې شوی. تېره میاشت داعش په کندهار کې د شیعه مسلمانو په یو جومات د حملې ذمه واري واخیستله. د کندهار په حمله کې د ای اېف پي ترمخه لږ تر لږه 60 کسان وژل شوي دي.

د کندهار د حملې نه یوه هفته مخکې په کندز کې د اهل تشیح په جومات د داعش په منل شوي حمله کې هم د 50 نه زیات کسان وژل شوي وو.

دا میاشت داعش په کابل کې په سردار محمد داود خان پوځي هسپتال د حملې ذمه واري ومنله. په دغه حمله کې د 50 نه زیات کسان وژل شوي دي چې پکې د طالبانو یو اهم کمانډر هم شامل دی.

په کندهار کې د داعش په ضد د عملیانو په اړه د طالبانو ورستي اعلان نه مخکې طالبانو ویلي وو چې په افغانستان د واک ترلاسه کولو راهسې یې د داعش 600 وسله وال نیولي چې پکې د ډلې اهم غړي هم شامل دي.

د طالبانو د استخباراتي ادارې ترجمان خلیل همراز تېره هفته خبري غوڼدې ته وویل چې د داعش 37 وسله وال طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي هم دي.

په افغانستان کې د داعش د حملو په اړه افغانستان دپاره د امریکې استازي ټامس وېسټ هم تشویش څرګند کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د داعش او د القاعدې په اړه دغه تشویش ښاغلي وېسټ دا میاشت په برسلز کې د افغانستان په موضوع د غونډې په موقع څرګند کړو.

هغه زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې د داعش خراسان په سېوا کېدونکو بريدونو اندېښمني لري او غواړي چې طالبان دې د داعش مقابله وکړي.

څېړونکي وايي د داعش خراسان ډله طالبانو دپاره یو لوی مشکل دی.

XS
SM
MD
LG