لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: پنجشیر ته لارې پرانېستل شوي، خوراک او نور شیان پنجشیر ته منتقل کېدی شي


احمد مسعود
احمد مسعود

طالبانو ویلي د پنجشیرلارې خلاصې دي، هلته خوراک او نور شیان پنجشیر ته منتقل کېدی شي او د سیمې بجلي او انټرنېټ او موبایل ټېلې فون به زر بحال کړی شي.

په پنجشیر کې د طالبانو مخالفې مسلح ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د فېس بک دلارې په افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په ضد دې «ملي پاڅون» وکړي.

د وي او ای اشنان څانګې د رپورټ ترمخه احمد مسعود د دوشنبې په ورځ سپتمبر۷ (وږي۱۵) په خپل رسمي فیسبوک کې په خپل غږ د شاوخوا ۱۸دقیقو یو بیان او خپلو پلویانو ته پیغامونه خپاره کړي‌ دي.

ښاغلي مسعود په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت او د افغانستان په ځینو نورو برخو کې د طالبانو بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې «د اسلامیت او بشریت ضد» بللي دي.‌

د طالبانو ترجمان د ګل، دوشنبې، په ورځ پنجشیر د نیولو دعوه وکړه.

ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبري غونډې ته وویل پنجشیر "نیولو او فتح" کولو دپاره په جګړه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طالبانو په سوشل میډیا کې وډیوز خبرې کړي چې طالبانو د پنجشیر ولایتي مرکز او د ګورنر یا والي دفتر نیولی دی.

احمد مسعود په خپل پېغام کې وویل چې وسله وال یې په پنجشیر کې موجود دي او د طالبانو په ضد جګړې ته به دوام ورکوي.

د طالبانو ترجمان وویل د طالبانو په ضد مزاحمت کې ښکیل کسان عادي ژوند ته راتللی شي خو که څوک د طالبانو حکومت کمزوری کول غواړي نو دا به بغاوت ګڼل کېږي او د دې سره سم چلند په ورسره کولی شي.

هغه وویل د طالبانو د نوي حکومت په جوړولو کار سر ته رسېدلی دی خو ځینې ټېکینکي مسلې لا پاتې دي چې له امله یې د حکومت اعلانېدل ځنډېدلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG