لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان وايي غواړي چې د چین په بي ار ايي منصوبه کې په رسمي ډول شامل شي


د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي په بيجېنګ کې روېټرز خبري ادارې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مرکه کې وویل چې چین ته خواست کړی چې افغانستان دې د چین او پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کې شامل کړي. دغه منصوبه د بي ار ایي برخه ده
د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي په بيجېنګ کې روېټرز خبري ادارې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مرکه کې وویل چې چین ته خواست کړی چې افغانستان دې د چین او پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کې شامل کړي. دغه منصوبه د بي ار ایي برخه ده

د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي غواړي چې د صدر شي جېن پېنګ په "بېلټ اېنډ روډ اېنېشېیټیو" نومې منصوبه کې په رسمي ډول شامل شي او په دې لړ کې خبرو دپاره به یوه ټېکنېکل ډله چین ته لېږي.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمېندو نه پس بيجېنګ د طالبانو سره تعلقات زیات کړي دي، د دې باوجود چې یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی تسلیم کړی.

چین ړومبی ملک دی چې په کابل کې یې سفیر ګمارلی او تېره میاشت په کابل کې د چین استازي سفارتي اسناد په رسمي ډول د سفیر په حېث طالبانو ته وړاندې کړل. د نورو ګڼ شمېر ملکونو د سفارتونو مشري د ناظم الامور د کچې سفارتکاران کوي.

د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي په بيجېنګ کې روېټرز خبري ادارې ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مرکه کې وویل چې چین ته خواست کړی چې افغانستان دې د چین او پاکستان په اقتصادي منصوبه سي پېک کې شامل کړي. دغه منصوبه د بي ار ایي برخه ده.

عزیزي په بي ار ايي منصوبه کې د شاملو ملکونو په غونډه بېلټ اېنډ روډ فورم کې شرکت دپاره په بيجېنګ کې و. عزیزي وویل د طالبانو حکومت به د طالب چارواکو یوه ډله چین ته لېږي چې په هغو مسلو ځان پوه کړي چې په بي ار ايي کې د افغانستان د شاملېدو مخه یې نيولې ده. هغه په دې اړه څه تفصیل وړاندې نه کړو چې د چین په منصوبه کې افغانستان د شمولیت مخه څه نیولې ده.

افغانستان چین ته د معدنیاتو لویه پنګه ورکولی شي. ګڼ شمېر چینايي کمپنیانې په موجوده وخت کې په افغانستان کې کار کوي چې په کې یوې چینايي کمپنۍ سره د مېسو یا د تانبې د راوېستلو دپاره خبرې دوام لري.

عزیزي وویل چین په ټوله دنیا کې سرمایه کاري کوي او پکار ده چې په افغانستان کې هم وکړي. هغه زیاته کړه چې د بل هر وخت نه زیات افغانستان دا وخت سرمایه کارۍ ته تیار دی.

په افغانستان کې د امنیت د مسلو په اړه د پوښتنې په جواب کې عزیزي وویل امنیت د طالبانو وړمبۍ ترجیح ده او د طالبانو د واکمېندو نه پس په افغانستان کې امن دی. هغه زیاته کړه چې د تېر وخت برعکس اوس ټولو ولایتونو ته سفر کېدلی شي، په ولایتونو کې د رزاعت، صنعت او معدنیاتو په برخه کې امکانان موجود دي. هغه ژمنه وکړه چې طالبان د امنیت ضمانت ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG