په افغانستان واکمنو طالبانو د سه شنبې- نهې په ورځ ویلي چې په افغانستان کې د دوي له واکمنۍ وروسته نزدې 3.7 میلیونه پخواني کډوال بېرته هیواد ته راستانه شوي دي.
طالبانو په دومره لویه شمیره د افغان کډوالو خپل هیواد ته د راستنېدو دعوه د کډوالو د نړیوال سازمان یا آي او ایم د تېرې اوونۍ د هغه رپورټ په غبرګون کې کړې ده چې پکې ویل شوي د کال 2020م څخه تر اوسه د دوؤ برخو نه زیات افغانان له خپله هیواده وتلي دي.
کوم اړخ سم وایي؟
دا شخړه په 31 په جولاي د کډوالو د نړیوال سازمان د هغه رپورټ مخې ته له راتلو وروسته پیل شوې چې پکې دعوه شوې وه چې نزدې 80 لکه افغانان د تېرو څلور کالو په مهال له هیواده وتلي دي.
آي او ایم ویلي په دې 85 فیصدي افغانستان ګاونډیو هیوادونو ایران اؤ پاکستان اؤ نزدې 10 لکه یورپ ته کډوال شوي .
دغه سازمان وایي ایران ته تللو افغانان کې قابو 70 فیصدي کسانو د هیواد پرېښودو تر ټولو ستر علت د کار نه موندنې موقعې یا فرضونه یاد کړي دي.
د طالبانو دحکومت د مهاجرینو د چارو وزارت د کډوالو د نړیوال سازمان دا شمیرې چیلینج کړي دي اؤ وایي دومره افغانان خو د 1980 په لسیزه کې د سوویت یونین له حملې اؤ د هغې نتیجه کې تر لسیزو په افغانستان له قبضې وروسته هم له هیواده نه وؤ وتلي.
یاد وزارت پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې یوازې د تېرو دریوو کالو په دوران کې 3.7 میلیونه افغانان له نورو هیوادو خپل هیواد ته راستانه شوي چې دا د افغانستان په تاریخ کې د 40 کلونو په مهال د راستنېدونکو کډوالو یوه ستره شمیره ده.
د کډوالو د چارو وزارت د ملګرو ملتونو په ایجنسنی د مرستې ورکوونکو څخه د پنګو راټولولو په خاطر د ناسمو اؤ تیر ویستونکو شمیرو د خورلو تور لګولی دی.
هر څو که په دې دواړو کې د یوې خوا د ورکړل شوؤ شمیرو هم په ازادانه ډول پخلی نه شي کیدای خو دا دواړه شمیرې ذهنونه قبلوي .
افغانستان په روانه لسیزه کې د خپلو وګړو د وتلو اؤ راتللو دواړو تجربه کړې ده .
دامریکې په مشرۍ ایتلافي ځواکونه چې کله په کال 2021 کې له افغانستان ووتل اؤ طالبانو یو وارې بیا په اقتدار قبضه وکړه نو زیات شمیر افغانان د طالبانو له ویرې د سرپناه لپاره نورو هیوادونو ته په ګډه شول.
د نړۍ زیاتره هیوادونه اؤ د بشري حقونو ادارې د افغان طالبانو په حکومت نیوکې کوي چې د بشري حقوق یې د پښو لاندې کړي، د جینکو په تعلیم اؤ د ښځو په کار یې بندیزونه لګولي اؤ د خپل مخالف غږونه په ټوپک غلي کوي.
د کډوالو ادارې پخپل رپورټ کې منلې ده چې تر ټولو زیات کډوال د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي .
په دې رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2023م کې افغانستان ته شا وخوا 10 له افغان کډوال ستانه شوي چې دې کې 70 فیصدي هغه وؤ چې ایران کې ا ستوګنې قانوني دستاویزات یې نه لرل اؤ 60 افغانان به په زور له ایران راشړل شوي دي.
پاکستان هم په دې وروستیو کې ویلي چې د ناقانونه کډوال خلاف يې کوم کمپاین پیل کړی د هغې نتیجه کې د تېرو لسو میاشتو په مهال نزدې 700,000 افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي اؤ 1.4 میلیونه قانوني اسناد لرونکي افغانان اوس هم په پاکستان کې میشت دي.
اي او ایم اؤ د هغې ملګرو ایجنسیو په پرله پسې دول په ټولو هیوادونو ټینګار کړی چې د افغان کډوالو دجبري ستنولو لړۍ دې تر هغې ودروي تر څو چې هغوي ته خپل هیواد کې د خوندي اؤ باوقاره ژوند زمینه نه وي برابر شوې.
Forum