لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ننګرهار کې د 17 رسنیو فعالیت ځنډولی، د خبریالانو نړیوال تنظیم وایي پرېکړه دې بیرته واخلي


په افغانستان کې د طالبانو د مخابراتو یا ټیلیکام د انتظام ادارې (اټرا) په ننګرهار ولایت کې د 17 ټیلیویژني او رېډیویي رسنیو فعالیت ځنډولی چې د افغانستان د خبریالانو مرکز پرې اندېښنه ښکاره کړې او د خبریالانو د ژغورنې نړیوال تنظیم سي پي جې د دې پرېکړه د سمدستي اخیستلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په ننګرهار کې د 17 ځایي رسنیو جوازونه یا لایسنسونه معطله کړي ځکه چې وایي د فریکوینسي مالیه یې نه ده ورکړې او خبرداری یې ورکړی تر هغو به د فعالیت اجازه ور نه کړي، چې بقایه مالیه ادا نه کړي.

د خبریالانو مرکز- چې له هېواده بهر فعالیت کوي- د اګست پر پینځمه په یو بیان کې په دې اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې پر دې پرېکړه بیا کتنه وکړي او له ځایي رسنیو سره د منصفانه چلند وکړي:

"د مخابراتي چارو د انتظام ادارې (اټرا) د شخصي رېډیوګانو او ټیلویژنونو د جوازونو د ځنډولو پرېکړه په زباني او لیکلي ډول د رسنیو مالکانو ته ورکړې ده. اټرا ویلي د فریکوینسي مالیې له پرې کولو د انکار له اکبله د مخابراتي چارو د قانون د 37مې مادې له مخې نور ځایي رېډیوګانې او ټیلویژنونه د فعالیت اجازه نه لري".

د خبریالانو د ژغورنې د نړیوال تنظیم سي پي جې د اېشیا څانګې مشرې بې لي یي د اګست پر شپږمه په یو بیان کې ویلي، د طالبانو چارواکي باید سمدستي په ننګرهار کې د هغو 14 فعالو رسنیو د نشریاتي جوازونه د ځنډولو پرېکړه بیرته واخلي چې وایي په ټولیزه توګه میلینونه خلکو ته خپرونې کوي:

"طالبانو په افغانستان کې په رسنیو باندې فشار ته دوام ورکړی دی چې د هغوی خپرونې او نشریات کنټرول کړي، دوی باید دا تګلاره ودروي او خپلواکو رسنیو ته اجازه ورکړي چې په ازادۍ سره کار وکړي".

اوس مهال په ننګرهار درې شخصي ټیلیویژني خپرونې د بهار، شرق او ارزښت په نومونو او 14 رېډیويي خپرونې د بهار، نن، ارزښت، شرق، مزل، صفا، مینه، دوست، منار، مرام، حقیقت، هوډ، سپین غر او الفت په نومونو فعالیت کوي.

د 2021 کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي ټیلیویژن او د اصلاح او نرګس په نومونو رېډیویي خپرونې بندې شوې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي تر اوسه لا ددغو شخصي ټیلیویژني او رېډیویي خپرونو نشریات نه دي بند شوي، خو وایي ددغو خپرونو مالکانو دا خبرداری ترلاسه کړی که په بیړني ډول د فعالیت لایسنس نوی نه کړي خپرونې به یې بندې کړی شي:

"د ځایي رسنیو مالکانو په رسمي مکتوب کې د طالبانو له ځایي ادارې غوښتي چې دغې ستونځې ته دې حل لار ولټوي او ټاکل شوې چې ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لارې دا موضوع د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو سره شریکه شي."

په افغانستان کې د ځایي رسنیو مالکان له خراب اقتصادي حالته شکایت لري او وايي د دوی امدن تر ډېره د تجارتي اعلانونو له لارې برابرېده چې وایي په تېرو نیزدې درو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله یې امدن ډېر کم شوی او دوی نه شي کولای په اوسني امدن سره مالیه ورکړي.

په ننګرهار کې ځینو سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي، دغه رسنۍ له یو کاله تر لسو کلونو پورې پوروړې دي. وایي ځایي رېډیویي او ټیلیویژني خپرونې باید په کال کې یو لک اته زره افغانۍ د جواز د نوي کولو او 25 ډالره اضافي فیس ورکړي.

دغه مرکز د طالبانو له حکومته غوښتي د رسنیو زیاتو اقتصادي ستونځو ته په کتو دې د هغوی پورونه معاف کړي او د فریکوینسۍ د لایسنس کالنۍ مالیه دې هم له سره وټاکي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG