لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجاهد وايي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې "غنیمت" دی د بېرته اخیستل کېدو مخالفت به يې کوي


په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د فتحې ورځ په لمانځلو کې په خپله قبضه کې د امریکي د پوځي ساز او سامان نمایش کړی دی
په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د فتحې ورځ په لمانځلو کې په خپله قبضه کې د امریکي د پوځي ساز او سامان نمایش کړی دی

د طالبانو ترجمان ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نه پاتې شوې وسلې "غنیمت" دی او که څوک يې د بېرته اخېستلو کوښښ کوي نو په ضد به يې استعمالوي.

د امریکايي وسلو په اړه د ذبیح الله مجاهد د بیان نه مخکې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي و چې امریکايي وسلې به بېرته اخلي.

مجاهد د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس یوه مرکه کې وویل هغه وسلې چې امریکایانو په افغانستان کې پرېښودي او هغه وسلې چې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړی شوي دي اوس د طالبانو په قبضه کې دي او مال "غنیمت" دی.

د طالبانو ترجمان وویل دا ولسې د افغان ولس ملکیت دی او د خپلې ازادۍ، خودمختارۍ او د اسلامي نظام دفاع پې کوي. د هغه په قول هېڅ بهرنی طاقت دوی نه شي مجبورولی چې د دې وسلو نه لاس په سر شي او که څوک يې د اخیستلو دپاره حمله کوي نو په ضد به يې استعمالوي.

په افغانستان کې د وسله والو ډلو خلاف جنګېدو او د نړیوال حمایت یافته افغان حکومت ملاتړ دپاره د امریکې په مشرۍ کې مغربي ځواکونه قریباً د دوو لسیزو دپاره په افغانستان کې مېشته وو.

نړیوال ځواکونه د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په تادۍ او په غېر منظمه ډول د افغانستان څخه ووتل او طالبانو بیا حکومت ترلاسه کړو.

د امریکې سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، په کال ۲۰۲۲ کې په یو رپورټ کې وموندل چې په افغانستان کې د اووه بېلین ډالرو مالیت پوځي ساز او سامان پرېښودل شو چې په کې هوايي جهازونه، ګوله بارود، پوځي موټرې، وسلې، مواصلاتي الات او نور شیان شامل وو چې طالبانو قبضه کړل.

د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت سوګند د پورته کولو نه یوه ورځ مخکې ټرمپ وویل د هغه د پېش رو جوبایډن حکومت "دښمن" ته د پوځي ساز او سامان لویه برخه پرېښوده.

ټرمپ وویل په اینده کې افغانستان سره د امریکايي انحصار د دغو وسلو په امريکې ته په ستنېدو دی. هغه زیاته کړه چې که چېرې امریکا هرکال افغانستان ته بېلینونه ډالر ورکوي خو ترڅو چې طالبان امریکايي وسلې بېرته امریکې ته نه ورکوي امریکا به دغه پېسې نه ورکوي.

مجاهد د ټرمپ د خبرې تردید وکړو او ويې وېل طالبانو د امریکې نه یوه پېسه هم نه ده اخېستې او نه يې هم د امریکې نه مرسته غوښتې.

په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې طالبانو د فتحې ورځ په لمانځلو کېد امریکي د پوځي ساز او سامان نمایش کړی دی.

امریکايي ځواکونه د کال ۲۰۲۰ د هغه معاهدې دلاندې د افغانستان څخه ستانه شوي وو چې د ټرمپ د مخکني حکومت په مهال امریکې او طالبانو لاس لیک کړې وه.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر د بایډن په حکومت کې مکمل شو. بایډن د خپلې فېصلې دفاع کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG