لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان: پاکستان دې د افغان تجارت دپاره "عملي اسانتیاوې" برابر کړي


د "ټرواېکا پلس" غونډې ګډونوالو د طالبانو نه و غوښتل د نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، په پرېکنده توګه دغه ډلې ختمې کړي، او په افغانستان کې دننه کومه ترهګره ډله شتون ونه لري
د "ټرواېکا پلس" غونډې ګډونوالو د طالبانو نه و غوښتل د نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، په پرېکنده توګه دغه ډلې ختمې کړي، او په افغانستان کې دننه کومه ترهګره ډله شتون ونه لري

د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیر خان متقي د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره ولېدل او ویې غوښتل چې پاکستان دې د چمن او تورخم سرحدي پولو او د خپلو بندرو نه د افغانستان تجارتي توکو د انتقالېدو دپاره "عملي اسانتیاوې" برابر کړي.

عمران خان سره د طالبانو د خارجه وزیر د ملاقات په اړه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل پاکستاني وزیراعظم ژمنه وکړه چې د واګه بندر د لارې به افغانستان سره د هند مرسته شویو غنمو ته اجازه وکړي چې افغانستان ته انتقال کړی شي او پاکستان به د ویزو په برخه کې افغانانو دپاره استانیاوي په ځای کړي او "او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د زمينو په برابرولوسره مرسته وکړي."

ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پېغام کې وویل عمران خان سره خبرو کې مولوي امیر خان متقي " وغوښتل چې دتورخم او چمن دروازو او افغان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو څخه ټرانزيټ کې عملي اسانتياوې راولي."

ذبیح الله مجاهد وویل "ښاغلي عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ټرانزيټ کې به د پاموړ اسانتيا راشي."

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې تجاران او عام خلک وايي په تورخم او چمن سرحدي لارو په تګ راتګ کې مشکلات زیات شوي او د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارتي په حرکت کې خڼدان پېدا شوي، د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه کمه شوي او تاجران د مالي نقصان سره مخامخ شوي دي.
مولوي امیر خان متقي سره د عمران خان د ملاقات په اړه مطبوعاتو ته د پاکستاني وزیراعم د دفتر په بیان کې په تورخم او چمن پولو او په ټزانزېټ‌ کې د اسانتیاو په اړه د طالبانو په غوښتنه څه نه وو وېل شوي. البته دا ژمنه پکې وه چې د استثنا په بنیاد به پاکستان د هند غنمو ته افغانستان ته لېږدول کېدو اجازت ورکړي.

د پاکستاني وزیراعظم د دفتر د بیان ترمخه عمران خان وویل پاکستان به د افغان ولس هره ممکنه مرسته کوي چې پکې د ژمي په موسم کې بشري امداد هم شامل دی.

عمران خان وویل افغانستان سره د پاکستان د موجوده مرستې ترڅنګ به پاکستان افغانستان ته د بنیادي ضرورت شیان لکه غنم، ورېژې، بېړني طبي الات او د سر پناه شیان ورکوي.

د عمران خان دفتر وویل د ترهګرۍ په ضد سخت اقدامات، "د ټولو افغانانو د حقونو احترام، په حکومت دارۍ او سیاست کې ټول شمولیت" به د افغانستان په ثبات کې نور اهم کردار ادا کړي.

د ټول شمولیت په لړ کې طالبان د نړیوالې ټولنې د تنقید سره مخامخ دي. نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نېشتوالي تشویش څرګند کړی دی.

د طالبانو خارجه وزیر په افغانستان کې د "ټرواېکا پلس" نومې پروسې د لاندې د افغانستان په موضع غونډې دپاره په اسلام اباد کې و. په دغه غونډ کې امریکا، روس، چين او د پاکستان استازو برخه واخېستله.

د "ټرواېکا پلس" غونډې ګډونوالود طالبانو نه و غوښتل د نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرې کړي، په پرېکنده توګه دغه ډلې ختمې کړي، او په افغانستان کې دننه کومه ترهګره ډله شتون ونه لري.

د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وویل د ټرواپکا پلس غونډه کې په افغانستان کې د وروستيو ترهګرو بريدونو غندنه شوې ده.

د پاکستاني وزیراعظم دفتر وویل عمران خان د ټرواېکا پلس غوڼدې ګډونوالو سره هم ولېدل او په دې خبره یې ټینګار وکړو چې په افغانستان کې د انساني او اقتصادي بحران مخنیوي دپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې افغانستان سره اقتصادي مرسته وکړي.

عمران خان وویل امید کوي چې نړیواله ټولنه به د حالاتو د سنګینۍ احساس وکړي او د افغانستان د مرستې دپاره به بیړني اقدامات وکړي چې پکې د افغانستان منجمد اثاثې ازادول عم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG