لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته نوي شرطونه کېښودل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته حاضر دی، مگر په هېواد کې باید اوربند یا ډزبندي وشي. مخکې تر دې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې او له مشرانو سره یې خپله لیدنه هم لغوه کړله.

ښاغلي غني چې نن د گل/دوشنبې په ورځ د ملي امنیت یا اېن ډي اېس د نگران مشر د معرفي کولو په دستوره کې غږېده، وویل چې که د سولې په لاره کې ترې قرباني وغوښتل شي، هغه ورته حاضر دی، خو زیاته یې کړه: "مذاکرات به غیر له اوربنده، غیرممکن دي. مونږ مذاکراتو ته تیار یو، اما که طالبان فکر کوي چې مونږ ډاروي، ځواب به یې دا زمریان (افغان پوځیان) درکړي."

ولسمشر غني دا هم وویل چې افغان حکومت مذاکراتو ته تیار دی، خو "مذاکرات باید اصولي وي".

مخکې تر دې ولسمشر غني څو څو واره ویلي و چې له طالبانو سره به غیر له هېڅ قید او شرط څخه مذاکراتو ته حاضر دی، مگر د سولې دپاره په مذاکراتو کې بیا ځیني شرطونه لري چې هغه به په مذاکراتو کې مخ ته کوي.

د ولسمشر غني نننۍ خبرې د طالبانو پر وړاندې د هغه د دریځ سختېده څرگندوي، ځکه دا ځل یې هم ډزبندي (اوربند) او هم د مذاکراتو اصول د شرطونو په توگه په گوته کړل.

ښاغلي غني بیا هم ټینگار وکړ چې د افغانستان جمهوریت (ریاستي نظام)، د افغانستان اساسي قانون (آئین)، او د ښځو او نارینه وو حقونه د معاملې وړ نه دي. هغه زیاته کړه: "سولې ته شرایط مونږه برابر کړل، خو طالبانو غلط فکر وکړ. دا ولس هېڅ کله زور ته سر نه ټیټوي."

بل پلو د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې د سولې د پاره لاس ته راغلې موقعه له گوتو ووتله.

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله (ښی) او سنېټر علم ایزدیار (گڅ)
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله (ښی) او سنېټر علم ایزدیار (گڅ)

ډاکټر عبدالله چې نن په کابل کې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د مرگ د تلین په اړه جوړې دستورې ته خبرې کولې، وویل: "نن مونږ له بده مرغه له سولې څخه هماغومره لیرې یو لکه څنگه چې په تیرو کلونو کې لېرې وو. یوه موقعه، چې ښایي د سولې په لور د یوې لارې د پرانېستې موقعه وه، هغه هم له لاسه ولاړه."

پر طالبانو د پوځي فشارونو پیل

پس له هغه چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د روغې جوړې مذاکرات په ټپه ودرول، امریکایي چارواکو د طالبانو خلاف د نویو فشارونو د پیلېدو خبر ورکړ.

د امریکایي مرکچیانو یو هیئت، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ، له تېر کال راهیسي د قطر په سرښار دوحه کې له طالبانو سره په خبرو لگیا و او د مذاکراتو له نهه پړاوه وروسته یې ویلي و چې په بنیادي توگه له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي.

ډېره تمه وه چې په همدې ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامه لاسلیک شي، خو د ټرمپ ټویټونو هرڅه په ټپه ودرول او حالات یې بالکل بدل کړل.

د امریکا د خارجه چارو وزیر مایک پامپیو له اې بي سي چېنل سره په مرکه کې ویلي چې هیله لري طالبان خپل کړه وړه بدل کړي، که نه نو پر هغوی به پوځي فشارونه زیات شي.

د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو وایي چې طالبانو ته به حالات په خرابېدو شي
د امریکا خارجه وزیر، مایک پامپیو وایي چې طالبانو ته به حالات په خرابېدو شي

پامپیو له اېن بي سي چېنل سره هم په خبرو کې ویلي چې حالات به طالبانو دپاره نور هم خراب شي. هغه زیاته کړې چې خاص استازی زلمی خلیلزاد له قطر نه بېرته واشنگټن ته راغوښتل شوی.

پامپیو دا هم ویلي چې امریکا اوس دستي له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو کوم پلان نه لري.

د هغه وینا ده چې په تېرو لسو ورځو کې، له ١٠٠٠ زیات طالب جنگیالي وژل شوي دي.

افغان ځواکونو په دې وروستیو کې پر طالبانو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په بدخشان کې د وردوج ولسوالۍ له نیولو وروسته یې، نن د یمگان ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر هم ورکړ.

دغه دوه ولسوالۍ له تېرو څلورو کلونو د طالبانو په واک کې پاته وې. افغان ځواکونو په دې وروستیو هفتو کې د گڼ شمېر طالب کمانډرانو او ځایي مشرانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان رسنیو ویلي چې د امریکا یو پوځي هیئت چې مشرۍ یې د سېنټکام د مشر جنرال کینېټ مکینزي پر غاړه ده، پاکستان ته تللی او هلته یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو خبرې کړي دي.

امریکا ته د طالب مشرانو له راتگ سره مخالفت

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې دوه ورځې وړاندې پر خپلې ټوېټر پاڼې له طالبانو سره د مذاکراتو د درولو خبر ورکړ، دا یې هم وویل چې مخکې تر هغه ټاکل شوې وه د طالبانو مشران امریکا ته راشي او په کېمپ ډېوېډ کې له هغه سره وگوري.

که څه هم د طالب مشرانو دغه راتگ ونشو، خو د همدې خبرې رسوا کېدل په امریکا کې ځیني کلک غبرگونونه راوپارول.

د امریکا د کانگرېس یو غړی، ادم کېنزېنگر چې پخپله یې پخوا په افغانستان کې پوځي دندې ترسره کړي دي، پر خپل ټوېټر لیکلي: "د یوې ترهگرې ډلې مشران چې د سپټمبر ١١مې حملې یې ندي غندلي او خپلو کرغېړنو اعمالو ته دوام ورکوي، هېڅ کله دې زمونږ په ستر ملک کې دې گام نه اېږدي."

د امریکا د کانگرېس یوې بلې غړې، لېز چیني بیا ویلي چې طالبان د القاعده ډلې ملاتړي دي. هغې پخپل یو ټویټ کې لیکلي: "کېمپ ډېوېډ داسې یو ځای دی چې د امریکا مشران د سپټمبر له ١١مې برید وروسته د جوابیه گامونو پلان جوړ کړی و، هغه برید چې د طالبانو له ملاتړه برخمنې القاعده ډلې وکړ او په کې درې زره امریکاییان ووژل شول. هېڅ طالب باید هېڅ کله هلته (کېمپ ډېوېډ کې) قدم کینږدي."

د امریکا د راتلونکو صدارتي انتخاباتو یو ډېموکرات کاندید، وان کاسټرو هم طالبان "ترهگر" بللي دي او ویلي یې دي چې کېمپ ډېوېډ ته د طالب مشرانو د بلل کېدو خبر هک پک حیران کړی دی.

کېمپ ډېوېډ، واشنگټن ډي سي ته څېرمه د امریکا ولسمشرانو دپاره یو تفریحي کېمپ دی چې کله کله د نړۍ مشران هم ورته رابلل کیږي.

طالبان چې تر همدا تېرې هفتې پورې له امریکا سره د خبرو له پایلو ډېر خوشحاله ښکارېدل، اوس وایي چې د مذاکراتو په ټپه درېدل به امریکا ته زیات زیان واړوي. طالبانو بیا هم څرگنده کړې چې خبرو ته آماده دي، مگر څېړونکي په دې نظر دي چې که څه هم د خبرو بېرته پیلېدل ناممکنه نده، مگر آسانه هم باید ونه شمېرل شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG