لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د ښځو مظاهره منتشر کولو دپاره طالب ځواکونو هوايي ډزې کړي


د عیني شاهدینو په وېنا قریباً ۳۰ ښځې د کابل په مرکز کې د تړل شویو سینګارتونونو مخې ته جمع شوې وې او غوښتنه يې کوله چې طالبان دې په سينګار ځایونو د پابندۍ فېصله بېرته واخلي
د عیني شاهدینو په وېنا قریباً ۳۰ ښځې د کابل په مرکز کې د تړل شویو سینګارتونونو مخې ته جمع شوې وې او غوښتنه يې کوله چې طالبان دې په سينګار ځایونو د پابندۍ فېصله بېرته واخلي

ګڼ شمېر ښځو په سینګارتونونو د بندیز خلاف د شورو، چهارشنبې، په ورځ د افغانستان سرښار کابل کې احتجاج وکړو او د طالبانو امنیتي ځواکونو مظاهره چیان د منتشر کولو دپاره هوايي ډزې وکړې او اوبه پې ور وشېندلې.

د عیني شاهدینو په وېنا قریباً ۳۰ ښځې د کابل په مرکز کې د تړل شویو سینګارتونونو مخې ته جمع شوې وې او غوښتنه يې کوله چې طالبان دې په سينګار ځایونو د پابندۍ فېصله بېرته واخلي.

د مظاهره چیانو وېنا وه چې طالب امنیتي ځواکونو احتجاج کونکي وهلي او موبایل ټېلې فونونه يې ترې اخیستې چې د تشدد وډیوز جوړې نه کړی شي.

احتجاج کونکو کتبې پورته کړې وې چې پې لیکل شوي وو روزګار، انصاف، کار او تعلیم.
په سوشل ميډیا شریک شویو وډیوز کې لیدل کېږي چې طالب ځواکونه هوايي ډزې کوي او په احتجاج کونکو اوبه شېندي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د متحده قومونو د مرستې دفتر یوناما په کابل کې د مېرمنو د احتجاج په اړه د طالبانو په اقدام تشویش څرګند کړو او په ټوېټر یو پېغام کې يې وویل چې د ښځو د پرامنه مظاهرې په ضد د طاقت استعمال او په سینګارتونونو بندیز د ښځو د حقونو وروستۍ خلاف ورزي ده.

یوناما وویل افغانان حق لري چې د تشدد نه په پاکه فضا کې د خپلې زای اظهار وکړي او پکار ده چې طالب چارواکي د دغه حق پاسداري وکړي.

طالبان په سينګارتونونو د پابندۍ دفاع کوي، وايي په سینګارتونونو د ښځو وېښته او وروځې سمولو د شریعت خلاف کار دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG