لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پنجابي طالبانو دنواز شريف دسولې دخبرو هرکلى کړى


Taliban
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي چې که چرې تندلاري خبرو اترو کې سنجيده وي ، نو حکومت يې هغوي سره خبرو اترو لپاره تيار دى.
اؤ د پنجابي طالبانو تحريک د وزيراعظم لخوا تندلارو ته د خبرو د بلنې ورکولو د هرکلى کړى اؤ وائي دنواز شريف لخوا جنگيالو ته دخبرو اترو وړانديز دهغه دسياسي سوچ دپختگۍ غمازي کوي.
تيره اوونۍ قام ته پخپله وينا کې هم نواز شريف تندروه وسله والو ته دخبرو اترو بلنه ورکړې وه.
تيره ورځ يوې برطانوي ورځپاڼې سره په مرکه کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي” که ترهه گر خبرو کې سنجيده وي نو دهغوي سره مذاکراتو کې هيڅ زيان نشته“
دډرون بريدونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې نواز شريف وويل” ډرون حملې زمونږ دخپلواکۍ په ضد دي اؤ له امله يې امريکا سره اړيکو کې درز پيدا کيږي“
دهغه وينا وه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ٤٠ زرو څخه زيات کسان وژل شوي دي.
نوموړي وويل پاکستان اؤ هند ته دتير وخت تيروتنې هيرول اؤ په اړيکو کې دښه والي راوستلو لپاره دمذاکراتو ميز ته ورتگ پکار دى.
هم دزيارت په ورځ دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې چې دپنجابي طالبانو په نوم ياديږي ، مشر عصمت الله معاويه پخپل يو بيان کې دوزيراعظم نواز شريف له لوري تندلارو ته دخبرو اترو دبلنې ورکولو هرکلى کړى دى اؤ وئيلي يې دي دوزيراعظم لخوا تندلارو ته دخبرو وړانديز دهغه دسوچ دپختگۍ عکاسي کوي.
معاويه پخپل دغه بيان کې وئيلي دي چې که چرې حکومت دشخړې په هواري کې سنجيده وي ، نو بيا ورته پکار ده چې پاکستان کې موجود تندلاري هم حکومت ته ددغه وړانديز مثبت ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دواکمنې ډلې مسلم ليگ په مشر اؤ موجوده وزيراعظم وخت په وخت طالبانو سره دلار لرنې تورونه لگول شو ي دي.
څه موده وړاندې چې کله په پنجاب صوبه کې پرله پسې څو دترهه گرۍ پيښې شوې وې ، نو په هاغه مهال ميا نواز شريف په طالبانو غږ کړى ؤ چې دهغه سوچ دطالبانو سره يو رقم دى ، ځکه نو بايد هغوي په پنجاب کې صوبه کې بريدونه ونۀ کړي.
اوس چې دپنجابي طالبانو مشر دنواز شريف دروغې جوړې په ملاتړ په تندروه جنگيالو هم دمثبت جواب ورکولو غږ کړى ، نو کتلى به شي ، چې دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دعصمت الله معاويه سفارش اؤ دنواز شريف وړانديز ته څه رقم ځواب وئيل کيږي.
بل لوري ته دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دانټلي جنس بيورو دهيډکوارټرز دوره کړې ده.
ديو حکومتي بيان ترمخه دانټلي جنس بيورو دهيډکوارټرز ددورې په موقع دائي بي دچارواکو لخوا وزيراعظم ته په داخلي اؤ خارجي امنيتي چارو په تفصيل سره حال احوال تير کړى دى.
په دغه مهال وزيراعظم دترهه گرۍ په ضد دگامونو په اړه دادارې دگامونو اؤ فعاليتونو څخه خبر کړل شوى دى.
په دغه مهال وزيراعظم داستخباراتي مشرانو لخوا دوړاندې کړل شوؤ گڼو تجويزونو منظوري هم ورکړې ده اؤ ژمنه يې کړې چې دغه ادارې ته به ټول عصري سازوسامان ورکولى شي.
وزيراعظم دانټلي جنس بيورو چارواکو ته هدايت کړى چې دکورنو اؤ بهرنو چيلنجونو مخنيوي لپاره دې پخپل توان کې ښه والى راولي. ښاغلي شريف انټلي جنس بيورو په بهرتۍ دپابندۍ څخه مستثنا گرځولې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG