لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مولانا دعا کې په ښځو د کرونا وبا الزام ښځو پرضد تشدد لا زیات کړي ، پوهان وایي


سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي
سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي

ملا چې مسئلې که ما به ټوله اور پسې که— دا د يوې پښتنې ښځې فرياد دی خو زوړ ملا زړې تراوېح , نن هم د ښځو د پاره هيڅ نه دي بدل شوي او د ملا سوچ د ښځې د پاره هم هغه شانې دی چې څنګه مخکې وو.

د ډېرې مودې راهسې به غټو غټو غونډو کې به مولانا بجلي ګهر ښځو ته بد رد او بې حيا ویل او ناست خلکو به ورته خاندل خو دا ځل مولانا طارق جميل د کرونا وایرس مخنيوي او د دې افت وهلي خلکو د پاره کېدونکي د امدادي پروګرام په موقع په سرکاري ټي وي دعا کې د دې افت وجه يو ځل بيا د ښځو بې حيائي ګرځولې. په نړۍ کې خور شوي د يو وبا الزام په ښځو اچولو باندې چا د مولانا او چا د ښځو په حق کې په سوشل ميډيا په دې تود بحث کړی.

د پېښور یو خبریال جمشید باغوان په خپل یو ټویټ کې ویلي ، چی دغه کس [ مولانا] د ښځو بې حیایې له وجې کرونا وبا راغلې نو بیا دا سړي پرې ولې زیات مړ شوي.

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم په خپله اداريه کې ليکلي مولانا ته خپل دغه بې خونده بيان باندې معافي غوښتل پکار ده.

د پاکستان تحريک انصاف د حکومت د بشري حقونو وزيرې شيرې مزاري هم د مولانا نوم خو نه دی اخستی خو هغې په سوشل ميډيا د يو ټويټ د لارې د مولانا دې بيان ته د خندا وړ او جاهلانه بيان ویلای.


سياست مداره بشری ګوهر د مولانا د دې بيان پحقله وائي چې دې سره به په کورونو کې تشدد نور هم سېوا شي او د دې زور به په ښځو باندې پرېوځي:

"هغه ټولنه کې په کومه کې چې ښځې ته لا انسان هم نه ویلای کيږي هغې کې چې داسې خبره د وزيراعظم سره ناست يو کس وکړي او په ټولو ټي وي چېنلو هغه خپوره هم شي نو د هغې زور به نور هم ښځو له رسيږي. په کورونو کې چې په ښځو کوم تشدد کيږي هغه د کورونا وبا د وجې لاک ډاون کې مخکې نه سېوا شوې دی."

بشری ګوهر د مولانا بيان غندي او وايي چې د مولانا څرګندونې بې مسؤولیته دي ، مولانا باید له ښځو بخښنه وغواړي.

بشری ګوهر وایي نور ملکونو کښې سائنس پوهان کرونا وايرس ویکسین باندې تحقیق کوی او پاکستان کې ملا تحقیق او سائنس پرځاې داسې الزام لګوي. مولانا طارق جمیل او د ده په شان خلکو دا بیان د سخه او بیمار ذهن پيداوار دې او داسې بیانونه معاشره کښې انتشار راولي. پکار ده هغه په دې بیان معافی وغواړي.

په دغه دعا کې مولانا ميډيا ته هم دروغژنه ويلي وو خو وروسته د ميډيا خفګان څرګنده ولو نه پس مولانا د هغوي نه معافي وغوښتله خو هغه د ښځو نه لا تر اوسه معافي نه ده غوښتلې.

د واک نومي د پښتنو ښځو د يو تحريک غړې ثناء اعجاز وایي خبره د مولانا د بيان ده ، خبره د حکومت يا د رياست د هغه بيانيې ده کومه چې په بنياد پرستۍ جوړه ده او هغې کې ښځه کمزورې ده :

"اصل خبره د ملا نه ده، اصل خبره دې رياست کې د رياست د بيانيې ده،د دې رياست بنيادي بيانيه په بنيادپرستۍ باندې ولاړه ده، او بنيادپرستي چې چرته وي هلته ښځه همېشه لږه يا نه انسانه ګڼلی کيږي."

ثناءاعجاز وايي که مونږ وګورو نو هغه صحافيان چې د ابادۍ ډېره لږه حصه لکه پنځه لس فيصدي جوړيږي هغوي نه بخښنه ځکه چې هغه ورته زورور ښکاره شو، او هغه د ابادۍ نيمې برخې يعنې ښځو نه يې معافي ونه غوښته.

پاکستان کې د تبليغي بيانونو د وجې د مولانا طارق جميل په ډېر غټ شمېر کې پلويان دي چې پکې ښځې او سړي دواړه شامل دي او د مولانا په دې وروستي بيان باندې مطبوعاتو او سوشل ميډيا باندې د خلکو له طرفه سخت تنقيد يا غبرګون هم رامخته شوی دی، خو د پاکستان وزيراعظم چې د دغه دعا په وخت ناست وو د مولانا د دې بيان پحقله څه نه دي ويلي او تر اوسه مولانا هم په خپل بيان باندې د ښځو نه معافي نه ده غوښتلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG