لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حوثي یاغیان دعوه کوي چې د اسرایل پر تل ابیب ښار یې ډرون برید کړی دی

په یمن کې حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ د اسرایل په تل ابیب ښار باندې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې په وسیله د برید کولو دعوه کړې ده چې د رپوټونو له مخې یو تن پکې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغه ودانۍ چې حوثي یاغیانو په تل ابیب کې په نخښه کړې ده د امریکې سفارت ته نیزدې ده.

د اسرایل پوځ او د بیړنیو چارو ادارې په ډرون برید کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله منلې ده. د اسرایل د دفاع وزارت پر خپل ایکس د برید ویډیو پوسټ کړې چې پکې ډرون د ښار په منځ کې لګیږي، وزارت لیکلي:

"له یمنه یو ایران ډرون را ویشتل شوی او په مرکزي تل ابیب کې د استوګنې پر یوه ودانۍ لګېدلی دی، یو ملکي تن پکې وژل شوی او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي. موږ به پر ټولو محاذونو د اسرایلي وګړو د خوندیتوب لپاره د ترهګرۍ خلاف جنګیږو".

د یمن د حوثي یاغیانو ویاند یحیی ساري له فلسطینیانو سره د یووالي د څرګندولو په خاطر ویلي دي پر اسرایل باندې بریدونه به یې دوام ولري.

اسرایلي چارواکي وايي پوځ یې په دې اړه پلټڼې پیل کړې دي چې د ډرون الوتکې له برید وروسته یې ولې د خلکو د خبرتیا لپاره بیړنی الارم یا ګنټۍ نه وه وهلې، خو د لومړنیو رپوټونو له مخې ډرون پېژندل شوی مګر د انساني تېروتنې له کبله سایرنونه نه دي وهل شوي.

د اسرایل پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د ډرون الوتکې له برید وروسته یې د فضایي حدودو د ساتنې لپاره هوايي څارنې زیاتې شوې دي.

د تل ابیب مېر یا ښاروال رون هولدای وايي، د دغه هېواد په اقتصادي ښار کې له ډرون برید وروسته بېړنی خبرداری ورکړل شوی دی.

د اسرئیل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، د پوځ د ارزونې له مخې دغه ډرون د ایران جوړ شوی صمد-3 پرمختللی ماډل وو چې وایي له یمنه د تل ابیب پر لور ویشتل شوی وو.

له بلې خوا د حوثي یاغیانو ویاند یحیی ساري پر ټیلیویژن خپاره شوي یوه ویډیویي بیان کې ویلي چې تل ابیب د دوی اصلي هدف دی چې د دوی د وسلو په حدودو کې راځي.

د ساري په وينا د جمعې د ورځې په بريد کې د يافا په نوم يوه نوې ډرون الوتکه کارول شوې ده، چې وایي له رېډار او میزایل ضد سيسټم څخه د بچ کېدو او د هدف په نخښه کولو وړتيا لري.

ویاند زیاته کړه چې د ډرون په وسیله یې خپل هدف په کامیابۍ تر لاسه کړی دی.

اسرایلي رسنیو دعوه کړې، چې په برید کې د ډرون الوتکې له تر لاسه شویو ټوټو دا په ډاګه کیږي چې دا ډول ډرون ایران پلوه وسلوالې ډلې کاروي.

د غزې د جګړې له پيل راهيسې اسرايل په شمالي پولو کې د لبنان د پوځي ډلې حزب الله اډې په نخښه کوي.

د ایران د ملاتړو یمني حوثي یاغیانو او د لبنان د حزب الله ډلې له اقداماتو وروسته په لویه کچه په منځني‌ ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو وېره لیدل کیږي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG