لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انوار الحق کاکړ: په افغانستان طالبانو د بېا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ځانمرګي حملې 500 فیصد زیاتې شوي


وزيراعظم ويلي، په تیر دوو کالو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د دوه زرو نه کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي
وزيراعظم ويلي، په تیر دوو کالو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د دوه زرو نه کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ويلي په افغانستان طالبانو د واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري تر 60 فيصد پورې او په ځانمرګي بريدونو کې 500 فیصد اضافه شوې ده. هغه وویل افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول. افغان طالبان دا خبره ردوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ حملې د افغانستان څخه کېږي، وايي پاکستان خپله ناکامي په افغانستان وراړوي.

څيړونکي وايي په بل هیواد د تورونو په ځای پکار ده چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد خپله واضحه تګلاره جوړه کړي.

وزيراعظم ويلي، په تیر دوو کالو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پیښو کې د دوه زرو نه کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دی او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

کاکړ ويلي، په پاکستان کې ځانمرګو بریدونو کې 15 افغانان هم شامل وو او تراوسه پورې 64 افغانان د ترهګرۍ د مخنیوې په اقداماتو کې د پاکستان قانون نافذونکو ادارو وژلي او په دې هر څه يې د طالبانو حکومت خبر کړی دی.

د پاکستاني وزيراعظم دې تازه خبرو ته تراوسه په افغانستان کې واکمنو طالبانو کوم غبرګون نه دی ویلی،خو له دې وړاندې طالبانو د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني څلور ورځې وړاندې د پاکستان نه د افغان کډوالو بيرته ستنولو په غبرګون کې ويلي وو،"د پاکستان اوسنۍ پرېکړه، د 40 کالو د خدمتونو او ښېګړو وروسته دې په داسې طريقه د مهاجرينو ويستل د ټولو نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف" دي.

حقاني پاکستان کې د ترهګرۍ زياتېدو ته په اشارې ويلي وو، "د پاکستان حکومت ته چې کومه ګيله ولاړه ده او مشکل ورته جوړ دی مونږ داسې وايو چې هر څوک دې په خپل ګرېوان کې وګوري دا مشکلات داسې نه دي چې زمونږ له لوري جوړ دي هر څوک چې خپل مشکل په خپله حل نه کړي دا په بل نه حل کيږي".

پاکستان کې هم څیړونکي وایي په بل هیواد د ترهګرۍ د تورونو په ځای پاکستان ته به خپله د ترهګرۍ پرضد يوه واضحه تګلاره جوړول وي.

اسلام اباد کې د ترهګرۍ د چارو کارپوه منصور مسيد وایي د پاکستان خپله حالات هم داسې دي چې ډیرې غلطۍ دوي کړي دي.

هغه وايي، "لکه چې تیر پاکستان تحریک انصاف په حکومتي کچه د تحریک طالبان سره کوم مذاکرات شوي وو،او د دې ترهګر تنظيم غړي بيا دلته اباد کړی شوي وو نو اوس دلته زياتېدونکې ترهګري د پاکستان د هغه فېصلې نتيجه ده".

انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو نه غوښتي، چې هلته موجود هغه پاکستانیان دې پاکستان ته حواله کړي کوم چې په ترهګرۍ کې ککړ دي.

د پاکستان وزیراعظم يو ځل بيا د افغانانو ويستلو دفاع کړې ده.

څيړونکی حق نواز خان وايي، د پاکستان نه د افغانانو ویستلو په شا يوه وجه د زیاتیدونکې ترهګرۍ هم ده، خو خیال پاکستان په دې ګام سره په افغان طالبانو فشار زیاتول غواړي، باید د تورونو پرځای دواړه هیوادونه د خبرو د لارې مسلې حل کړي.

پاکستان له دې وړاندې د نومبرد لومړۍ نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو مهلت ورکړی وو. اوس داسې کسانو چې زیاتره یې افغانان دي د هغوي پرضد عملیات روان دي.

د پاکستان دې فیصلې باندې د بشري حقونو ځايي او نړيوالو تنظیمونو سره سره ملګرو ملتونو او ځينې نورو هیوادنو هم تشویش څرګند کړی وو.

(په دې خبر کې ځينې معلومات د ډيوه خبريال فضل عزيز شریک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG