لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د ټي ټي پي د دوو او یو القاعده غړي په ګډون د "22 ترهګرو" د نیول کېدو دعوه شوې


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې د صوبې په بیلابیلو سیمو کې یې د ترهګرو په ضد عملیات کړي دي چې وایي په دې کې "22 ترهګر" نیول شوي دي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې دا مهال د القاعده اؤ نورو توندروه ډلو مرکزونه اؤ نظریاتي بنیادونه په پنجاب صوبه کې دي خو په دغه صوبه کې بیا د امنیت وضعه هغه شان نه ده خرابه څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.

د ترهګرۍ ضد محکمې یا سي ټي ډي په یو بیان کې دعوه کړې چې په نیول شوؤ ترهګرو کې دوه د ټي ټي پي اؤ یو د القاعده غړی هم شامل دی خو د یادې محکمې بیا د دغو ترهګرو پيژندګلو نه ده ښکاره کړې.

د سي ټي ډي ویاند ویلي دا ترهګر د اټک، مظفر ګړ،بهاولنګر،ننکانه صاحب اؤ ځېنو نورو ښارونو کې ترسره شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې ده چې د نیول شوؤ ترهګرو له ولکې یې وسلې، چاودیدونکي مواد، د موبایل سیمونه اؤ پيسې هم ترلاسه کړي .

پولیسو دا هم ویلي چې دغو ترهګرو د پنجاب بیلابیلو سیمو کې د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړول خو وایي دغه پلانونه یې شنډ کړل شوي دي.

په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس پرله پسې د ترهګرو د نیولو اؤ د ترهګریزو بریدونو د پلانونو شنډولو دعوې کوي اؤ څېړونکي هم دا مني چې د القاعده اؤ نورو تندروه ډلو وسله وال په پنجاب کې قوي مرکزونه لري خو وایي دغه ترهګرې ډلې بیا د یو پلان په اساس بریدونه له پنجاب بهر کوي.

سیمه کې دامنیت اؤ ترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ د څو کتابونو مصنف ښاغلي فخر کاکاخیل وایي پنجاب صوبه د القاعده اؤ نورو تندروه وسله والو ډلو یو قوي مرکز دی اؤ په تېرو وختونو کې هم د القاعده زیاتره مشران د پنجاب د فیصل اباد، ملتان، لاهور اؤ نورو ښارونو نه نیول شوي دي.

فخر کاکاخیل وایي، خو په پنجاب کې د ترهګرو ډلو د شتون باوجود د امنیت وضعه هغسې نه ده څنګه چې د پاکستان په نورو صوبو کې ده.

هغه وایي په خېبر پښتونخوا، بلوچستان اؤ د سیند ایالت په سر ښار کراچۍ کې په نزدې وختونو کې زیاتې ترهګریزې پېښې مخې ته راغلي خو پنجاب بیا د نورو صوبو په نسبت له ترهګریزو بریدونو خوندي دی.

فخر کاکاخیل ددې دوه علتونه ښیي او وایي، چې هرکله داسې عناصر په یو ځای کې وي نو هغوي کوشش کوي چې په هغه چاپېرچل کې مسله جوړه نه کړي، ځکه چې هغوي پوهیږي که دغسې کوي نو په ضد به یې عملیات پیل کیږي اؤ هغوي ته به غټ زیان رسیږي.

د خبریال کاکاخیل په خبره "دا یوه سټراټیجي ده ،ځکه چې مونږه کتل چې دا شل کاله جنګ تېر شو خو د خوش بختۍ خبره هم ده چې د ایبټ اباد پشان ښکلې سیمه ښه په سکون کې وه ځکه چې (د القاعده)لیډرشپ هلته ؤ اؤ که چرې هلته د القاعده د مشرانو موجودګي ښکاره شوې یا ترهګري پیل شوې وای نو د هغې نتیجه کې به هلته اپرېشنې کیدې اؤ بیا کیدای شي اسامه بن لادن ته ډیره ګرانه وه چې دومره موده په دغه سیمه کې پاتې شي".

فخرکاکاخیل وویل پنجاب کې د ترهګرۍ اؤ انتها خوښۍ جرړې تر شا یو اوږد تاریخ لري اؤ وړومبي عسکري مدرسه د پنجاب په ملتان ښارکې په کال ۱۹۷۳م کې جوړه شوې وه اؤ بیا په پنجاب کې په ډير غټ تعداد کې د قادیانیانو پوره،پوره کلي وسوځولی شول.

نوموړی وایي د نورو صوبو په پرتله د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمه زیاته فعاله ده اؤ د ترهګرو په فعالیتونو یې جوخت نظر ساتلی دی خو وایي بیا تر ډیره حده پنجاب هم د ترهګرۍ د پېښو له امله اغېزمن شوی دی.

"که د سریلنکا په کرکټ لوبډله ترهګریز برید یاد کړو اؤ د هغه ځای په پولیس لاین اټيک ، حتی د پنجاب وزیر داخله شجاع خانزاده هم ترهګرو له دې امله په نخښه کړی ؤ چې هغه پنجاب کې د ترهګرو په ضد د اپریشن خبره کړې وه ، نو دا هر څه ښيي چې پنجاب هم د ترهګرۍ له اثراتو خوندي پاتې نه دی".

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې اؤ شمیرې ښيي چې تر ټولو زیات ترهګریز بریدونه په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې شوي په سوؤنو امنیتي سرتیري اؤ عام خلک پکې وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت اؤ امنیتي ادارې تور لګوي چې د ترهګریزو بریدونو پلانونه د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مسله ده اؤ دا هیواد باید د خپلې ناکامۍ پړه د افغانستان غاړې ته وا نه چوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG