لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تهاېي لېنډ کې دی سیاسي مشران خلاص کړې شي: امریکا


په تهاېي لېنډ کې د پوځي بغاوت وروستو لرې کړی شوې وزیراعظمه ینګلک شېناواترا او ګڼ نور سیاسي مشران وروستو د هغې بې درکه دي کله چې دوي د پوځي مشرانو سره ملاقات له ورغلي وو.

مېرمن ینګلک او نور سیاسي مشران د جمعې په ورځ پوځي مشرانو رابللي وو. د تهاېي لېنډ موقتي وزیراعظم هم پدغو سیاسي مشرانو کې وو. او د رپورټونو تر مخه وزیراعظمه شېناواترا بندي کړې شوې. تازه رپورټونه واېي پوځي مشرانو په مېرمن ینګلک او نور ۱۵۰ سیاسي مشران په هیواد پریښودو هم بندیز لګولی دی.

د امریکا خارجه دفتر د تهاېي لېنډ په پوځ غږ کړی پدغه هیواد کې دې اولسي حکومت بیرته پرځاې کړي، هیواد دی جمهوریت په لار بیا روان کړي او د بشري حقونو او د بنیادي انساني حقونو احترام دی اوکړي. د امریکا د خارجه چارو سېکتر جان کېري په یو ستغ بیان کې وېلي د پوځي بغاوت هیڅ حق نه جوړیږي.

په تهاېي لېنډ کې د امریکا سفېر کرېسټي کېني واېس آف امریکا ته وېلي دغه پوځي بغاوت له وجې به د د دواړه هیوادنو په سفارتي اړیکو اثر پریوځي او دا به بېرته د کال ۱۸۸۳ حالت ته ځي. امریکاېي سفېره واېي:(په تهاېي لېنډ کې به د پوځي بغاوت اثرات بد وي. او په واشنګټن کې به بیا د تهاېي لېنډ سره کیدونکې مرستواو اړیکو ته بیا کتنه کیږي. په خاصه توګه د تهاېي لېنډ د پوځ سره.)

په سوېل ختېځ ایشیا کې تهاېي لېنډ د امریکا مظبوط ملګری هیواد دی. دواړه هیوادونه پدغه سیمه کې هر کال تر ټولو لوې پوځي مشقونه کوي. او ددی نه علاوه د د صحت په لړ کې د مرستو نه واخله تر د ځنګلي ځناورو د حفاظت پورې په ګنړو برخو کې مرستې هم کوي. امریکاېي سفیره واېي د زیارت د ورځې پوځي بغاوت د کوم وروستو چې آېین هم مات شوی او د شپې په محال کرفیو یا ګرځ بندیز هم لګیدلې. زمونږ د ټولو لپاره د حیرانتیا خبره ده. که څه هم پدغه هیواد کې د څو میاشتو راهسې سیاسي مشکل روان وو او بیا د ګل په ورځ دغلته د پوځ مشر مارشل لا هم ولګوله.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG