لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د ای اېن پي ۴ غړي وژل شوي ، پوليس ۳ ترهگرسره د بارودو د ډک گاډي نيولي


د عوامي نيشنل گوند مشران وايې په ښار کې د عملياتو سره د دوي د غړو د وژنو او هغويې ته د قلنگ د پرچو او د مرگ په گواښونو کې هيڅ کمی نه دی راغلی .
د عوامي نيشنل گوند مشران وايې په ښار کې د عملياتو سره د دوي د غړو د وژنو او هغويې ته د قلنگ د پرچو او د مرگ په گواښونو کې هيڅ کمی نه دی راغلی .

د کراچۍ ښار په اورنگي ټاؤن اېم پي ار کالونۍ کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د عوامي نيشنل پارټۍ د څلورو غړو په گډون پينځه کسان وژل شوي دي . بل لورته د سي ائي ډي پوليس چارواکو ادعا کړې چې د لاقانونه گرځول شوې ډلې درې غړي يې د باردود نه د ډک گاډي سره نيولي دي .

د کراچۍ ښار په اورنگي ټاؤن اېم پي ار کالونۍ کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د عوامي نيشنل پارټۍ د څلورو غړو په گډون پينځه کسان وژل شوي دي . بل لورته د سي ائي ډي پوليس چارواکو ادعا کړې چې د لاقانونه گرځول شوې ډلې درې غړي يې د باردود نه د ډک گاډي سره نيولي دي .
د اورنگي ټاؤن د پوليسو په وينا د زيارت په ورځ ماښام نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو په يو گاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې گاډي کې د سورو څلورو کسانو سره يو ۱۲ کلن ماشوم ووژل شو .
د عوامي نيشنل گوند د سندهـ څانگي لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، اېم پي ار کالونۍ کې په نخښه شوي کسان د دوي د گوند غړي دي .
بيان کې وئيل شوي چې پېښه کې ډاکټر اسرار د پارټۍ ځايې عهده دار ، دوه نور د گوند غړي جمشېدخان او راضم الله او څلورم چې اقبال خان نوميږي د سوات نه راغلی مېلمه ؤ ، په هدف کړی شوي دي .
د عوامي نيشنل گوند اسفنديار ولي خان او د سندهـ څانگې مشر شاهي سيد د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ، او د صوبايي حکومت نه يې اورنگي ټاؤن کې د پارټۍ د غړو په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو او د پارټۍ مشرانو او غړو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده .
د ای اېن پي د سنده صوبي وياند عبدالمالک اچکزي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، اورنگي ټاؤن کې رامنځته شوې پېښه هم د پارټۍ د نورو غړو د وژنې په څېرده ، او ډاکټر اسرار ته د طالبانو په نوم د قلنگ پرچي ورکړی شوې وه او د روپو نه ورکولو وروسته نن ووژل شو.
بل لور ته د سي ائي ډي پوليس افسر مظهر مشواني په وينا د ښار په ماڼې پور په سيمه کې يې هدفي عمليات کړي ، او د لاقانونه گرځول شوې ډلې درې غړي چې فريدالله ، سعدالله او همايون نوميږي د بارودو د ډک گاډي سره نيولي دي .
مطبوعاتو سره خبرو کې مظهر مشواني وويل په هايي روف گاډي کې د ۱۰۰ کلو نه زيات بارودي مواد ځائې په ځايې کړی شوي ؤ او د ترهگرو پوليس افسر اېس اېچ شفيق تنولي په هدف ؤ .
په کراچۍ ښار کې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې پوليس او رېنجرز د وران کارو ، ترهگرو ، هدفي وژونکو او نورو جرمونو کې د ککړو کسانو په ضد هدفي عمليات کوي ، او چارواکي ادعاوې کوي چې تراوسه پورې په ترسره شوؤ عملياتو کې يې د ۱۳۰۰۰ نه زيات کسان نيولي دي .
ولې د عوامي نيشنل گوند مشران وايې په ښار کې د عملياتو سره د دوي د غړو د وژنو او هغويې ته د قلنگ د پرچو او د مرگ په گواښونو کې هيڅ کمی نه دی راغلی .
د ای اېن پي د مشرانو په وينا تېرکال د ټاکنو په مهال چې ښار کې د دوي د پارټۍ کومې دفترې تړل شوې وې تر اوسه لا تړلې پرتې دي .
ښار کې د زيارت په ورځ د تشدد په نورو پېښو کې يو کس د لياري او يو د بلديه ټاؤن په سيمو کې په ډزو وژل شوي او د بن قاسم ټاؤن نه دوه مړي ترلاسه شوي دي .
د پوليسوپه وينا بله پېښه په اېم ای جناح روډ د يوې ديني مدرسې څنگ ته رامنځته شوې او د يو لاسي بم چاؤدېدو له امله د مدرسې دوه طالبان ژوبل شوي دي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG