لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغان جنګ څه قیمت ادا کړی؟


صدر بایډن او نور مامورین د هغو امریکايي عسکرو جسدونو ته احترام وړاندې کوي چې د اګست په 26 نېټه د کابل هوايي ډګر سره نژدې د داعش په حمله کې ووژل شوو
صدر بایډن او نور مامورین د هغو امریکايي عسکرو جسدونو ته احترام وړاندې کوي چې د اګست په 26 نېټه د کابل هوايي ډګر سره نژدې د داعش په حمله کې ووژل شوو

په امریکا د کال 2001 د 9/11 حملو نه پس چې پکې قریباً 3000 کسان ووژل شوو، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې عملیات شروع کړل او د القاعده وسله والو په پناه ورکولو یې د هغه وخت د طالبانو حکومت یې نسکور کړو.

شل کاله وروسته، د القاعده مشر اوسامه بن لادن د امریکې په خصوصي عملیاتو کې په پاکستان کې وژل شوی دی، امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبان یو وارې بیا په کابل کې واک اختیار ته رسېدلي دي.

د وایس اف امریکا د رپورټ ترمخه امریکې د افغانستان د جنګ دروند قیمت ادا کړی دی، ګڼ شمېر عسکر يې وژل شوي او په افغانستان کې یې درانه مالي مصرفونه کړي دي.

د وي او اي په رپورټ کې د امریکې د دفاع وزارت او براون یونېورسټۍ د معلوماتو په بنیاد لیکل شوي د 2001 راهسې په افغانستان کې د امریکې 2442 عسکر وژل شوي دي.

د افغانستان په جنګ کې د دغو امریکايي عسکرو په شمول په مجموعي توګه 171,336 کسان وژل شوي‌ دي.

د امریکې د دفاع وزارت او د براون یونېورسټۍ د شمېرو ترمخه د افغانستان په جنګ کې 3,846 د امریکې قراردادي کارکوونکي (کانټرېکټرز)، د امریکې د اتحادي ملکونو 1,144 عسکر ، 444 امدادي کارکوونکي، 72 خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي، د افغان امنیتي ځواکونو 75,314 عسکر، 47,245 ملکي کسان او 51,191 مخالفین وسله وال وژل شوي دي.

د اګست د دېرشمې او یو دېرشمې نېټې په منځنۍ شپه افغانستان نه ورستي امریکايي عسکر ستانه شول
د اګست د دېرشمې او یو دېرشمې نېټې په منځنۍ شپه افغانستان نه ورستي امریکايي عسکر ستانه شول

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان ويلي د 2001 راهسې په افغانستان د امریکې په پوځي عملیاتو 824.9 بېلین ډالر مصرف شوي دي.

د براون یونیورسټۍ د څېړونکو ترمخه په مجموعي توګه په افغانستان او په پاکستان کې د امریکې په پوځي عملیاتو قریباً 2.3 ټرېلین ډالر مصرف شوي دي.

په وېت نام کې امریکايي ځواکونه د کال 1964 نه تر د کال 1975 پورې موجود وو.

په افغانستان کې د امریکې پوځي عملیات د امریکې د تاریځ تر ټولو اوږد جنګ و.

د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته طالبانو د کابل هوايي ډګر انتظام ترلاسه کړی دی
د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته طالبانو د کابل هوايي ډګر انتظام ترلاسه کړی دی

د امریکې صدر جوبایډن افغانستان نه د ځواکونو د راوېستلو د خپلې فېصلې دفاع کوي او وايي نه یې غوښتل چې دایمي بلل شوی جنګ نور اوږد کړي.

صدر بایډن د افغانستان په پخواني صدر اشرف غني او په افغان امنیتي ځواکونو هم تنقید کړی چې د هغه په قول د طالبانو مقابله یې و نه کړی شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG