لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراخیدلو اثرات څه کیدی شي؟


C
C

د چین او پاکستان تر منځ د نویو مالي تړونونو لړۍ په سیمه کې د یو نوي سیاسي جوړښت او بدلون یوه داسې اشاره ورکوي چې په جنوبي اېشیايي هیوادونو، امریکا او پخپله د پاکستان په اقتصادي مستقبل یې اثرات پرېوتی شي.

چين او پاکستان يوه ګډه اعلاميه خپره کړېده چې د ژمي د اولمپيک لوبو په مهال په بېجينګ کې د صدر شي جين پينګ او وزيراعظم عمران خان تر ليدني کتنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو پياوړتيا پکې ځلېږي.

د بیان له مخې، دواړو هېوادونو تر منځ :

"اقتصادي همکاریو په برخه کې به تکنیکي، صنعتي، سرمایه کارۍ، ودانۍ، فضا، ویکسین، ډیجیټل ایزېشن، سټینډر اېزېشن، ناوریني مدیریت، کلتور، لوبې، او مسلکي زده کړې" داسې توکي وي چې دوه اړخیزه ملګرتیا به پکې کېږي.

د دواړو مشرانو تر منځ دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په سینکیناګ کې د لږکیو ویغوریانو مسلمانانو سره د توپیري چلند په سر د امریکا په مشرۍ کې مغربي هیوادونو د ژمي د المپیک لوبو سفارتی بایکاټ کړی دی، چین په سینکیانګ کې د توپیري چلند تورونه ردوي.

څېړونکي وايي، د لوړې کچې دا غونډه د دې لپاره وه چې د سفارتي کړکیچ په دې وخت کې د بیجینګ سره ملاتړ څرګند کړی شي.

د واشنګټن په بروکینګ انسټي ټیویټ کې د باندینو چارو څېړونکې مديحه افضل وايي:

"زما په اند د عمران خان سفر په حقيقت کې د دې بايکاټ په مقابل کې د چين لپاره د پاکستان ملاتړ څرګندوي، دا د ملاتړ څرګندونه ده، په ځانګړې توګه د هغو لوړ پوړو وزيرانو شمېر ته په پام سره چې له ده سره يې چين ته سفر کړی دی."

د بیجینګ او اسلام آباد ترمنځ سفارتي اړیکې د 1951 نه پیلېږي، د دواړو هیوادونو ترمنځ اتحاد د دوی د شریک رقیب - هند - په رقابت کې جوړ شوی ؤ، چې هدف یې په جنوبي اسیا کې لاس بری ؤ.

د پاکستان اقتصاد دا وخت دبې روزګارۍ ، بې وزلي د کرونا وبا له امله په ستونزو کې ښکیل دی.

د 2020 په دویمه درې میاشتیزه کې د پاکستان جي ډي پي د26.4 فیصده پروتې وه . خو له دغه وخته پس په جزوي توګه په وده کې ده.

پاکستان دا وخت د ډالر په مقابل کې د روپۍ د قدر د پریوتلو د چیلنج سره هم مخ دی.

په تېر نومبر کې، د پیسو د څار نړیوالې ادارې د پاکستان د اقتصاد لپاره د شپږو بیلینو ډالرو یو قسط ورکړی ؤ چې په اصل کې په 2019 کال کې منظور کړی شوی ؤ.

ځينې څېړونکي وايي چې د چين او پاکستان ګډه اعلاميه په علامتي ډول د چين او پاکستان تر منځ مخ پر زياتېدونکي اتحاد تاييدوي، خو دا به د پاکستان او امريکا پر ترينګلو اړيکو اغېز ونه کړي.

د پاکستان او امریکا تر منځ په یو وخت کې ښې اونږدې اړیکې هغه وخت ترینګلې شوې چې د امریکا مشرانو وویل پاکستان ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکوي او روزنه یې کوي.

د پاکستان او چین تر منځه د نویو مالي لوظنامو په هند څه اثرات کیدی شي؟ په دې اړه په هډسن پوهنتون کې د سیمې د چارو کار پوه اپرنا پانډی وايي دا ګډه اعلامیه د دوو مخالفانو ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه د هیوادنو اندیښنې تاییدوي خو د پانډی په اند چین دوستان او اتحادیان نه لري، چین ځیني هیوادونو لري چې یې ترې پورونه اخستي دي.

پانډی دا هم وايي چې پاکستان چین ته ډیر نزدې دی او دا چې چین د هند د ستونزو سوا کولو لپاره له پاکستانه کار اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG