لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان وایي کېدای شي د پاکستان مرکزي بېنک روانه میاشت د سود کچه په ځای وساتي


اقتصاد پوهان وايي امکان دی د پاکستان مرکزي بېنک روانه میاشت په ملک کې د سود کچه په ځای وساتي او په دې کې څه بدلون را نه ولي، خو تاجران وايي په ملکي کچه که د سود شرح په 22 فیصده برقراره وساتل شي له دې سره به د ملک صنعتي مشکلات هم په ځای پاتې شي.

سوداګر وايي په ملک کې د وړاندې څخه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې مشکلات زیات شوي او بايد مرکزي بېنک د سود کچه راکمه کړي.

د مردان ضلعې د صنعت او تجارت د چېمبر مشر ظاهر شاه وایي په ملک کې د وړاندې نه د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې صنعتونه له مشکلاتو سره مخ دي او که مرکزي بېنک د سود شرح برقرار وساتي د هغوی مشکلات به راکم نه شي.

ظاهر شاه وي او اې ډیوه ته وایي د بېنکونو له خوا کارخانه دار د سود په زیاته شرحه قرضې نه شي تر لاسه کولی ځکه چې وایي هم ددې له وجې د پاکستان صنعت په نړیوال مارکیټ کې مقابله نه شي کولی:

"د سود د کچې د زیاتوالي په وجه او له هغه سره سره د انډسټریز چې کوم خام مواد دي لکه د بجلۍ او ګېس قیمتونه زیات شوي او پټرول هم ګران دي او دې سره که د سود شرحه هم سېوا وي بیا مونږ ته په مختلفو مارکیټونو کې مقابله ډېره ګرانه شي او خپلو مصنوعاتو ته په هغې کی ځای ورکول مشکل شي".

مرکزي سټېټ بینک وایي د روانې دسمبر میاشتې په 12مه د مانیټرۍ پالیسي کمېټۍ غونډه کیږي او اقتصادپوهان وایي امکان لري بېنک به په پالیسۍ شرحه کې څه بدلون رانه ولي.

د اقتصادي چارو پوهان وایي دا وخت پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف سره د درې اربه ډالره د پور په لوظنامه کې دی او تر اوسه پورې د دویم قسط د منظورۍ دپاره د پاکستان د ادارې په غونډه کې هم نه دي اچول شوې او بله دا چې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره هم زیاته شوې او په نومبر کې د ګرانۍ رفتار هم نزدې درې فیصده سېوا شوی دی.

د مردان په یو کالج کې اقتصاد استاذ ارسلان اقبال وایي، د پاکستان اقتصاد د ګرانۍ تر فشار لاندې دی نو ځکه د ډېر وخت راهیسې د سود شرح زیاته ساتل شوې چې ګراني ورباندې کنټرول کړي:

"یو کال وشو چې د سود شرح زیاته ده خو ګراني لا هم نه ده قابو شوې او د هغې غټه وجه هم دا ده چې د پاکستان درامدات زیات دي او برآمدات کم دي نو زما خیال نه دی چې د سود شرح راکمه شي".

د پاکستان د شماریاتو د رپوړټ تر مخه په نومبر کې ګراني 29.2 فیصده ته زیاته شوې او په اکتوبر کې ګراني 26.6 فیصده وه خو د خزانې وزارت وایي راتلونکي کال کې به ګراني راکمه شي.

د روان مالي کال په پینځو میاشتو کې مجموعي ګراني 28.6 فیصده ریکارډ کړی شوې خو تېر کال هم په دې موده کې اوسط ګراني 25.1 فیصد وه او ددې تر څنګ تېره میاشت په نومبر کې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره په یوه میاشت کې د 46 میلينه ډالره نه 74 میلينه ډالره ته زیاته شوې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG