لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د طالبانو د امر بالمعروف پولیسو په افغانستان کې د "ویرې فضا" جوړه کړې


د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو په تېرو نیزدې دریو کلونو کې د اخلاقي څارنې په نامه په پراخه کچه د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او "د ویرې فضا" یې پیدا کړې ده.

یوناما د جولای پر نهمه "په افغانستان کې د برحاله مقاماتو [طالبانو] اخلاقي څارنه: پر بشري حقونو یې اغېزې" په نوم خپل یو 30مخه تفصیلي رپوټ خپور کړی چې پکې یې پر ښځو د طالبانو د حکومت هراړخیزو بندیزونو ته کتنه کړې ده.

یوناما په دغه رپوټ کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اقداماتو او پالیسو اړوند مسلو ته ځای ورکړی او وایي د 2021م په ستمبر کې چې دغه وزارت جوړ شوی فعالیتونو یې پر ښځو له توپیري او نامساوي چلند سره د ژوند په مختلفو برخو کې پر بشري حقونو او بنیادي ازادیو منفي اغېزې کړې دي.

د یوناما په رپوټ کې ویل شوي د طالبانو د حکومت چارواکو له شریعته د خپل تعبیر په بنیاد د ذمه واریو او بندیزونو اړوندې لارښوونې خپرې کړې دي.

وایي دغه لارښوونې په مختلفو شکلونو او ډیری وختونه یواځې په زباني ډول وي او په ځانګړو ځایونو کې وضاحت، ثبات او قانوني ځانګرتیاوې نه لري. ځینې وختونه ددغو لارښوونو په عملي کولو کې پاتې راتلل د سختو سزاګانو سبب کیږي."

د طالبانو حکومت د یوناما نیوکې بې ځایه بللې دي او وایي کوم حکمونه چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت جاري کوي هغه "معلوم اسلامي احکام" دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې- سه شنبې په ورځ پر ایکس لیکلي چې یوناما هڅه کوي افغانستان له غربي لیدلوري وارزوي، وایي افغانستان باید د یوې "مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي:

"په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دي که نارینه شرعي برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څېر د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي".

د ملګرو ملتونو دفتر په خپل رپوټ کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د جاري شویو لارښوونو په اړه ابهامات او تضادات، د سزاګانو شدت، نابرابري او په شخصي معاملاتو کې د افرادو د فعالیتونو محدودوونکي اقدامات "د ویرې او ګواښ ډک چاپیریال" په پیدا کولو کې مرسته کوي.

په رپوټ کې ویل شوي په دغو لارښوونو کې ډېرې یې د ښځو په عامه او خصوصي ژوند کې لاسوهنه کوي. د مثال په ډول "د ښځو پر سینګارتونونو، په فلمونو کې د ښځو پر راڅرګندېدو بندیز او د ښځو په مشرۍ د نورو کارونو، د ښځو د کار کولو حق او د ژوندانه د کافي معیار د ترلاسه کولو حق محدودوي".

یوناما د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هغې لارښوونې ته اشاره کړې چې تر 78 کیلومیټرو زیاتې فاصلې لپاره ښځو ته له محرم سره د سفر شرط ټاکل شوی او وایي دا امر د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق محدودوي او کار او علاج ته د هغوی په لاسرسي کې خنډونه پېښوي.

یوناما ویلي ښځې د تفریح او تمرین کم شمېر انتخابونه په مخ کې لري، پارکونو ورزشي کلبونو او ولسي حمامونو ته د هغوی په ورتګ بندیز لا زیات د جسمي او ذهني روغتیا تر ټولو لوړ تر لاسه کیدونکي معیار حق اغېزمنوي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د میندوارۍ یا د حمل د مخنیوي درملو ته د لاسرسي محدودیت د ښځو د جنسي او د زیږون د روغتیا حق ته زیان رسوي.

یوناما وایي امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چې پر موسیقۍ، د انسانانو او حیواناتو د انځورونو پر لګولو، نوروز او د مینانو د ورځې پر لمانځلو بندیزونه لګولي او دا کارونه یې "غیر اسلامي" او نامناسب فعالیتونه ګڼلي دا د خلکو په کلتوري ژوند کې لاسوهنه ده.

یوناما ویلي څنګه چې افغانستان د یوه غړي ریاست په توګه د بشري حقونو د یو شمېر نړیوالو قراردادونو لاسلیک کوونکی او غړی هیواد ګڼل کیږي، نو د طالبانو حکومت هم دا ذمه واري لري چې په هیواد کې د میشتو وګړو د بشري حقونو د ساتنې او ودې لپاره هڅې وکړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG