لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په 2024م کال کې د نړې په آبادۍ کې 71 میلینه اضافه شوې ده

د ګل، دوشنبې په ورځ د خپور شوو اندازو یا اټکلونه له مخې د نړۍ ابادي به د 2025م کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه 8.09 ارب ته ورسیږي(فایل فوټو)
د ګل، دوشنبې په ورځ د خپور شوو اندازو یا اټکلونه له مخې د نړۍ ابادي به د 2025م کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه 8.09 ارب ته ورسیږي(فایل فوټو)

د 2025 کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د نوي کال په لومړۍ ورځ به د نړۍ ابادي به د اته ارب نه اوښتی وي.

د امریکا د سرشمیرنې ادارې (سېنس بیورو) په وینا، په 2024 م کال کې د نړۍ آبادي یا نفوس کې اوه کروړه لاس لاکه یا 71 میلینه خلکو اضافه وشوه. په تېر کال کې د نړۍ په آبادۍ کې د اعشاريه نهه فیصد (0.9%) سره اضافه وشوه.

د ګل، دوشنبې په ورځ د خپور شوو اندازو یا اټکلونه له مخې د نړۍ ابادي به د 2025م کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه 8.09 ارب ته ورسیږي.

په 2024 کال کې به د امریکا آبادۍ کې 26 لاکه ( 2.6 میلینه) خلکو نه زیاته اضافه وشوه. د جنورۍ په لومړۍ نیټه به د امریکا ابادي به 34 کروړ او لس لاکه ( 341 میلینه) نه زیاته شي.

د امریکا سېنس بیورو په وینا د 2025 په جنوري کې تمه کیږي چې په امریکا کې به په هر نهه نیم سېکنډونو یا ثانیو کې یو ماشوم پیدا کیږي او یو تن د مړ کیدو اتکل یا اندازه لګول شوې ده. او د بهرنیو مهاجرینو راتګ کولی شي چې په هر23.2 سېکنډو کې یو تن امریکا په ابادۍ کې اضافه شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هند د آبادۍ له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی ملک دی. دویم زیاته آبادي لرونکی ملک چین دی، دریم امریکا ، څلورم انډونیزیا او پنځم پاکستان دی. د هند آبادي 2023م کال کې د چین نه زیاته شوې وه.

یادونه: د دې خبر معلومات اې پي نه اخیستل شوي دي

Forum

XS
SM
MD
LG