لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف لاريون ته د ترهګرۍ ګواښ دی، رپورټ


اسد عمر په ټویټر ويلي لاريون يې په 26 نومبر پېنډۍ ته رسي
اسد عمر په ټویټر ويلي لاريون يې په 26 نومبر پېنډۍ ته رسي

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په يو خط کې ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند لاريون ته د ترهګرۍ د بريد خطره ده. دغه خط په 22 نومبر جاري شوی دی.

ډان ورځپاڼې په يو خبر کې ويلي،د کورنيو چارو وزارت د پاکستان تحریک انصاف اسد عمر ته په دغه اړوند خط هم ليکلی چې لاريون ختم کړي. خو د پاکستان تحريک انصاف ګوند لخوا په دغه اړوند څه نه ويل شوي.

اسد عمر په ټویټر ويلي لاريون يې په 26 نومبر پېنډۍ ته رسي.

د ګواښ د خط په اړه د پاکستان سرکاري ميډيا [اې پي پي ] هم خبر خپور کړی او دغه خط چې په ټولنيزو رسنیو خپور شوی د پنجاب، خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او پاکستان د ولکې لاندې کشمير د حکومتونو سره د اسلام اباد چيف کمشنر ته لېږل شوی دی.

په يادو ځايونو کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی.

په خط کې ویل شوي چې د تحریک انصاف لاریون چې په 28 اکتوبر د لاهور نه روان شوی، په درېم نومبر پرې په وزيراباد کې بريد شوی د عمران خان سره پکې څو کسان ژوبل شوي اوس باوري استخباراتي سرچينې وايي، د عمران خان او د هغه سره په لاريون کې شاملو عامو خلکو ژوند ته سخت ګواښ دی.

په خط کې د القاعده، داعش خراسان او تحريک لبېک لخوا د ګواښ خطره څرګنده کړی شوې ده.

د ډان د خبر ترمخه د کورنیو چارو وزارت تحریک انصاف ته په خط کې د رياست مخالفه عناصرو ویلي چې القاعده، داعش ، تحریک طالبان پاکستان او د تحريک لبېک سخت دريځه ځوان کول د ځانمرګي بريد او بمي چاودنې د لارې د اسان هدف په نخښه کولو سره ملک بې ثباته کول غواړي.

عمران خان د درېم نومبر د برید تور "په وزیراعظم شهباز شریف، د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله او پوځ په يو لوړ پوړي افسرمېجر جنرل فېصل نصیر لګولی"، خو پوځ او حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو.

او ياده مقدمه بيا د سپريم کورټ د حکومت وروسته په اووم نومبر د نويد نومې تن پرضد درج شوې چا چې ډزې کړې وې او پوليسو د موقعې نه ګرفتار کړی وو.

د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې له دې وړاندې هم په حکومتي او سياسي مشرانو، جلسو او جلسونو وژونکي بريدونه شوي دي.

په 16 اکتوبر کال 1951 کې د پاکستان لومړی وزيراعظم لياقت علي خان په لياقت باغ [د هغه وخت کمپني] کې یوې جلسې ته د وینا په مهال وژل شوی وو په هغه ډزې شوې وې.

په 23 مارچ 1973 لياقت باغ کې د يونايټډ ډيموکرېټک فرنټ د سيوري لاندې د [عوامي نيشنل پارټۍ] د مشر ولي خان په مشرۍ د حکومت مخالفه لاريون باندې ډزې شوې ګڼ کسان پکې وژل شوي او ولي خان پکې بچ پاتې شوی وو، د راپورونو ترمخه دغه ډزې حکومتي ځواکونو کړې وې حکومت د ذوالفقار علي بټو وو.

او په راولپنډۍ کې د کال 2007 په 28 دسمبر د پاکستان پيپلز ګوند مشره او پخوانۍ وزيراعظمه بېظیر بټو په لياقت باغ کې د جلسې وروسته په چاودنه کې وژل شوې وه.

د بېنظير بټو د وژنې په اړه د پاکستان پيپلز ګوند پخواني د کورنيو چارو وزیر او سېنېټر رحمان ملک په کال 2017 کې ويلي وو "د القاعده دوېم نمبر مشر ابوعبېده المصري په دغه سازش کې شامل وو، او د طالبانو مشر بېت الله محسود ورته دوه ځانمرګي بريد کوونکي بلال او اکرام ورکړي وو".

رحمان ملک له دغې وړاندې هم ویلي وو چې القاعده او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بېنظيربټو په وژنه پسې وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG