لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:دنړۍ۸۲ هیوادونو کې چین پر پاکستان تر ټولو زیات اثر لري


د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ د بیجینګ د نړۍ په کچه د ون بیلټ ون روډ د انیشیټیو مرکز دی چې دې لپاره د چینایي ادارو له اړخه د تیرې لسیزې راهسې د سلګونو اربو ډالرو په ارزښت پروژو باندې کار دوام لري
د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ د بیجینګ د نړۍ په کچه د ون بیلټ ون روډ د انیشیټیو مرکز دی چې دې لپاره د چینایي ادارو له اړخه د تیرې لسیزې راهسې د سلګونو اربو ډالرو په ارزښت پروژو باندې کار دوام لري

د یوې نوې څیړنې ترمخه چین د نړې د ۸۲ هیوادونو په نوملړ کې پر پاکستان تر ټولو زیات اثر لري.

تایوان کې د څیړنیز سازمان ډبل تینک لیبز لخوا خپور شوي د چین انډیکس ۲۰۲۲ کې ویل شوي چې د چین اثر یا نفوذ دپاکستان په بهرنۍ او کورنۍ تګلارې، ټیکنالوژۍ او اقتصاد په ځانګو کې زیات دی-

څیړونکي وایي د چین د پاکستان سره اړیکو کې څه شک نشته. د دوئ ترمخه چین دغه اړیکې په سیمه کې خپل اثر زیاتولو د پاره کاروي او پاکستان هم غواړي چې په اقتصادې او په ځانګړې توګه د هند سره د اړیکو په تناظر کې د چین د اړیکو څخه څومره کولی شي ګټه ترلاسه کړي-

څېړونکي دا هم وایي چې پاکستان ددې هر څه سربیره د امریکه او دنړۍ د نورو هیوادونو سره هم د اړیکو هیله من دی-

دڅېړنیز سازمان ډبل تینک لیبز لخوا خپور شوې د چین انډیکس ۲۰۲۲ کې ویل شوي چې پاکستان د نړۍ د هغه 82 نورو هیوادونو په لیست کې پر لومړي نمبر دی چې پرې د چین اثر ترټولو زیات دی-

ددغه درجه بندۍ ترمخه د بیجینګ سره داړیکو او انحصار په کچه بهرنۍ او کورنۍ تګلارې، ټیکنالوژۍ او اقتصادي حالات پاکستان د چین د اثر لاندې کوي-

څیړونکي ګڼې چې دمختلفو عواملو په پام کې نیولو سره د درجه بندۍ دغه نظام په نتیجه کې مخې ته راتلونکې د دواړو هیوادونو تر منیځ د اړیکو د اوږدې مودې د کتنو شمیرې، د حیرانتیا خبره نه ده.

د پاکستان چین اقتصادي راهدارۍ د بیجینګ د نړۍ په کچه د ون بیلټ ون روډ د انیشیټیو مرکز دی چې دې لپاره د چینایي ادارو له اړخه د تیرې لسیزې راهسې د سلګونو اربو ډالرو په ارزښت پروژو باندې کار دوام لري-

ددفاعي چارو څېړنکار لیفټیننټ جنرل (ر) طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته وایي،دپاکستان د چین سره اړیکې ژورې او استراتجیکي دې، چې پکې بله راېې نه شې کیدای-

هغه وایي پاکستان ګڼي چې په راتلونکي وخت کې یې هم د چین سره اړیکې زیاتې دوام داره کیدای شي-

دنوموړي په وینا چین په سیمه کې د یوې استراتیژۍ لاندې خپل اثر پراخولو باندې کار کوي او د پاک چین اقتصادي راهدارۍ مقصد هم تر اوبو پورې ځان رسول او پیاوړي کول دي-

د ښاغلي مسعود په وینا بل پلو ته پاکستان هم هڅه کوي چې په سیمه کې د هغه د کمزوروي کولو د هڅو د مخ نیوي د پاره د چین سره داړیکو او مرستو څومره ګټه چې وي هغه باید ترلاسه کړی شي-

د چین دغه ډیټا بیس کې، څیړنیزه ادارې په نړۍ کې د اثر معلومولو لپاره نهه (۹) کټګوري/ څانګې په نظر کې ساتلي چې په کې لوړې زده کړې، کورنی سیاست، اقتصادي اړیکې، بهرنۍ پالیسۍ، د قانون عملي کول، رسنۍ، نظامي همکاري، کلتوري اړیکې او ټیکنالوژي شامل دي.

د چاینا ډیکس لخوا د خپرو شویو معلوماتو ترمخه، چین په پاکستان کې د ټیکنالوجۍ په څانګه کې تر ټولو لوړ ۹۷اعشاریه ۷ فیصدي اثر لري.ددې ترڅنګ د پاکستان په بهرنې تګ لاره کې ۸۱.۸ فیصدي ، او دفاعي ځواکونو باندې ۸۰ فیصد نفوذ لري.

د چین په درجه بندۍ کې د تعلیم په څانګه کې ۶۲.۵ فیصدي، پر اقتصاد ۵۴.۵ فیصدي، په سیاست ۵۲.۸ فیصد، په رسنیو ۵۲.۳ فیصدي‌اؤ‌ په قانون ۴۷.۷ فیصدي اثر دی.

د نړیوالو چارو کار پوهه پروفیسر اعجاز خټک وي او ای ډیوه ته وایي چین په پاکستان کې په څرکنده ډیر اثر لري چې لامل یې د مودې راهسې د دواړو هیوادونو د هندوستان سره خرابې اړیکې دي.

دنوموړي‌ په وینا پاک چین اقتصادي راهدارۍ کې چین په لویه کچه سرمایه کاري‌ کوي چې چین خپل اثر نور زیات کړې،د دې تر څنګ په دفاعې څانګه کې هم چین د پاکستان سره په ګډه جنګې الوتکې جې ایف ۱۷ تهنډر جوړوي-

ښاغلی اعجاز خټک زیاتوي چې دغه درجه بندې نه ښاېې چې پاکستان یوازې د چین ملګری دی، اسلام اباد امریکا یا نورو هیوادونو سره هم د اړیکو هیله من دی او په دې اړه په بیلا بیلو کچو هڅې هم کیږي-

ددغه ډیټابیس یا درجه بندۍ تر مخه، د چین د اثر لاندې نورو هیوادونو کې کمبوډیا په دویم، سنګاپور په دریم، تایلینډ په څلورم، فلپاین په اووم او ملیشیا په لسم نمبر دي.

جنوبې افریقا لومړی افریقایي هیواد دی چې په دغه انډیکس کې په پنځم نمبر دی، قرغزستان او تاجکستان چې د چین له لویدیځ سنیکیانک صوبې سره ګډه پوله لري، د منځنۍ اسیا هغه هیوادونه دي چې په دغه نوملړ کې پر اتم او نهم نمبر دي.

په اورپایي هیوادونو کې جرمني په ۱۹ م نمبر دی او د امریکا نوم په دغه انډیکس کې پر ۲۱ نمبر د اغیزمن هیواد په توګه درج کړل شوی دی-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG