لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روان کال يواځې په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې 34 مزدوران مړه شوي


په بلوچستان کې د کولې يا سکرو په کانونو کې د سږ کال په لومړیو درېو مياشتو کې 34 او تېر کال 132 خواریکښ په بيلابېلو پېښو کې مړه شوي، ‏حکومتي چارواکي وايي د کولې په درنګونو کې د مرګونو مخه نیولو دپاره منصوبه جوړوي.‏

د هرنايي اوسېدونکی ‏‎30‎ کلن لعل خان له خپلو درو وروڼو سره د هرنايي سيمې د کولې په الج/کان کې دوه سوه فيټه لاندې کار کوي، وايي دوی د ‏ماښام ګوله ډوډۍ ګټلو لره له تېرو ديارلس کالو څخه د کولې هره زره د ژوند په بيه را جلا کوي، نه د سر خوندي ساتلو ځانګړې خولۍ لري او نه کومه بله ‏اسانتيا، وايي د ټولو ورڼو د کره ورځې په مزدوري يې ‏‎6000‎‏ کالدارې هم نه جوړېږي، خو بله لارهم نه لري.‏

د لعل خان په خبره،" له دې سره مرګ تړلی دی، خو هر څه د خدای پاک په لاس دي، موږ خپل کوشش کوو او په دې امېد ښکته کيږو چې بيرته ژوندي را ‏ووځو".‏

دوې اونۍ وړاندې د مارچ پر‎19‎مه د هرنايي ضلعې په زردالو سيمه کې کوله کان د زهرجن مېتېن ګېس د چاودنې له کبله نړيدلی و چې د کولې ‏‎12‎‏ مزدوران ‏پکې مړه شوي وو.‏

کانونو کې ميتين او کاربن مونو آکسايډ زيات خطرناک ګېسونه ګڼل کېږې، که څه هم حکومت د داسي پيښو د مخنيوي دعوي کوي خو په صوبه کې د ‏شاوخوا ‏‎5000‎‏ کولي کانونو د کارکونکو د ژوند د ژغورلو لپاره تر ‏‎40‎کم انسپيکټران ګمارل شوي دي، د يونيم لک مزدورانو لپاره په 27 طبي مرکزونو کې ‏يو هم فعاله نه دی.‏

د هرنايي اوسېدونکی نورالله جان وايي، " داسې پېښې هر وخت کېږي، کله يو مړ کله دوه مړه، مګر حکومت و موږ ته سهولتونه نه دي راکړي، هغه که څه ‏زخمي هم وي موږ يې تر کوټې رسوو، ولې چې دلته يو قسم سېنټر نشته او نه ايمبولنس سته، پسمانده علاقه ده، اکثريت د دړد له وجې په لاره کې وفات ‏شي".‏

روان کال 2024م کې د پاکستان په نورو صوبو کې 22 او يواځې په بلوچستان کې 34 کوله مزدوران مړه شوي دي. په کال 2023 کې د ملک په نورو صوبو ‏کې 148 او په بلوچستان کې 132 کوله مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې مړه شوي وو.‏

د بلوچستان په کوله کانونو کې زياتره د خېبرپښتونخوا، افغانستان او ځايي مزدوران کار کوي.‏

د ال پاکستان لېبر فېدريشن صدر لالا سلطان وايي، ‏"په دې صوبه کې له ډيره وخته دا بدقسمتي شروع شوې ده، چې دلته ټهېکداري نظام دی، د کولې کان مالکان چې دي هغه په خپله کار نه کوي او ټهيکه ‏دار ته کار په لاس ورکړي، ټهيکدار کميشن اخلي، دوی ( حکومت) ته ټيکس ورکوي او د ماينونو محکمه دې ته توجو نه کوي".‏

د بلوچستان د ماينونو او معدنياتو محکمې چارواکي وايي د مرګونې پېښو د مخ نيوي د پلان په جوړولو کار کوي. ‏

د بلوچستان د مانيونو او معدنياتو محکمې انسپېکټر عبدالغني وايي، " موږ پر دغه بحث روان دی، له سيکرټري سره مو ناسته پر کړې ده، پدې کې د ‏کوله کان مالکان، د مزدورانو تنظيمونه، او زموږ محکمه سره په ګډه سره د پېښو د مخ نيوي لپاره يو حل لاره ولټوو".‏

د ماينونو د محکمي رپورټ ښيې په کال 2020 کي له بلوچستان ايالت څخه تر 27 لکه ټنه زياته کوله وتلي ده، په مارکيټ کې دا وخت د يوه ټن کولي قيمت ‏له 12 زره څخه تر 36 زره روپو پوري دی.‏

رپورټ زياتوي چې په کال 2020 کي د کولي د ټېکس او امنيت په برخه کې د پاکستان د مرکزي حکومت او خزانې ته تر یونیم اربه زیاتي روپۍ ورکول ‏شوې دي، او د دې تر څنګ د بلوچستان په ايالتي خزانه کي تر ‏‎400‎‏ مليونه روپيو زيات ټيکس جمع شوی دی، خو بيا هم ورځ تر بلې مرګونې پېښې ‏زياتېږي.‏

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG