لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټامس ویسټ د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه خپله دنده پوره کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره یې د امریکا ځانګړی استازی ټامس ویسټ د دغه وزارت د بندیزونو د رابطه کارۍ د ادارې ځایناستی مشر ټاکل شوی دی.

ټامس ویسټ وایي دا ورته د ویاړ خبره ده چې په افغانستان او سیمه کې یې په ډېر سخت وخت کې د افغانستان په اړه د امریکې د سفارتکارۍ مشره وکړه.

ښاغلي ویسټ د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپل ایکس لیکلي، په تېرو درو کلونو کې له افغانانو سره په بېلابېلو ناستو کې هغوی ورته د یو داسې روښانه راتلونکي لپاره هیلې څرګندې کړې چې ټول افغانان به تعلیم یافته وي او هېواد به یې اقتصادي وده کړې وي:

"زه به هیڅکله د بې شمېره افغان خبریالانو، تاجرانو، د بشري حقونو فعالینو، زده کوونکو، کډوالوو، پخوانیو دولتي کارکوونکو او د بشردوستانه چارو د ماهرینو لېوالتیا او زړورتیا هېر نه کړم چې ما په تېرو درو کلونو کې ترې مشورې غوښتې وې".

ټامس وسټ د 2021م کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ګمارل شوی وو، تر ده مخکې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه بیان کې د بهرنیو چارو د وزیر اینټني بلینکن له خولې ویلي، له افغانستان سره د امریکا ژمنې دوامداره دي او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارتکاره کیرن ډېکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د جنوبي اېشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي:

"ډېکر به له قطر څخه د افغانستان په اړه ډیپلومېسي مخې ته وړي، سفارتي او سیاسي هڅې به روانې وساتي چې په افغانستان کې د بشر حقونو او په خاص ډول د نجونو حقونو ته د لومړیتوب ضمانت وشي او پومرشیم به له واشنګټنه د افغانستان په اړه د ادارو ترمنځ د تګلارو او پالیسۍ د پراختیا د چارو مشري کوي".

د بهرنیو چارو وزارت د ټامس ویسټ کارونه ستایلي او ویلي یې دي چې د امریکا له متحدینو سره د هغه د هڅو له کبله میلیونونو افغانانو ته بشري مرستې ورسول شي.

دغه وزارت ویلي‌ دي چې ویسټ په یو "پېچلي وخت" کې د افغانستان په اړه د امریکا د ټولې سفارتکارۍ ښه مشري وکړه او هڅه یې وکړه چې افغانستان بیا د امریکا په ضد د ترهګرو د بریدونو په ځای بدل نه شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG