لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاس اېنجلس په علاقه کې د سختو اورونو دلاسه په زرګونو خلک سیمې نه په وتلو مجبور شوي دي


اور د نهې، سه شنبې، په ورځ د لاس اېنجلس نه په شمال مشرق کې په غرونو کې ولګېدو او لمبې يې په تېزۍ خورې شوې
اور د نهې، سه شنبې، په ورځ د لاس اېنجلس نه په شمال مشرق کې په غرونو کې ولګېدو او لمبې يې په تېزۍ خورې شوې

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست د لاس اېنجلس ښار په خوا او شا سیمو کې د سختو اورونو دلاسه په زرګونو خلک کورونه په پرېښودو مجبور شوي دي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ چارواکو تشویش لرلو چې صورتحال نور هم خرابېدلی شي.

د تندې هوا په سبب اورونو زور نیولی دی او اور وژونکو کوښښونه کول چې لمبې مړې کړي. ګڼ شمېر کورونه تباه شوي دي.

deewa
deewa

د متاثره علاقې نه د لسګونو زرګونو په شمېره کې خلکو د وتلو په سبب په سړکونو ټرېفېک جام شوی دی.

اور د نهې، سه شنبې، په ورځ د لاس اېنجلس نه په شمال مشرق کې په غرونو کې ولګېدو او لمبې يې په تېزۍ خورې شوې.

د دې نه څو ګنټې مخکې یو بل اور د لاس اېنجلس ښار په پېسېفېک پالېسېډز نومې علاقه کې شروع شوی و. دا غرنۍ علاقه ده چې د بحرالکاهل سمندر په ساحل پرته ده او د ګڼ شمېر مشهورو کسانو کورونه په کې موجود دي.

په سړکونو د موټرو حرکت په دې سبب هم منجمد شوی و چې په لسګونو خلکو خپلې موټرې پرېښودې او په پښو د متاثره سیمو نه ووتل.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د تعلیم نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG