لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رباط کې په زرګونو مظاهرچیانو د مراکش او اسرایل د اړیکو ختمولو غوښتنه کړې


د راېټرز خبري ادرې د رپورټ تر مخه په غزه کې د جنګ پېلېدو وروسته په لومړي ځل د اتوار/ یکشنبې په ورځ د مراکش په رباط ښار کې په زرګونو خلکو د فلسطین په حق کې مظاهره کړې او د اسرایل سره یې د اړیکو ختمولو غوښتنه کړې.

په غزه کې د اسرایل د جګړې شورو کیدو وروسته د دغې جګړې پرضد وړاندې هم په مراکش کې په زرګونو خلکو مظاهرې کړي چې مشري یې اسلامپاله ډلو کوله. خو د اتوار د ورځې دغه لویه مظاهره کیڼ اړخه ډلو او غیرقانوني خو زغمل شوې اسلامي ډلې عدل ولاحسان په ګډه تنظیم کړې وه.

د ۱۰۰۰۰ (لسو زرو) پورې راغونډو شوو دغه مظاهرچیانو کې زیاتره د اسلامي ډلو کسان ښکارېدل او ښځې او سړي د یو بل نه جدا جدا روان وو او د فلسطین بېرغونه یې پورته کړي وو. د مظاهرچیانو لخوا پورته کړل شوو کارډونو دا هم لیکل شوو وو چې ٬٬ مقاومت د ازادۍ پورې٬٬، ٬٬د مراکش حکومت د اسرایل سره اړیکو سمولو نه ودروۍ٬٬ او ٬٬ ازاد فلسطین٬٬.

په کال ۲۰۲۰م کې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د یوې لوظنامې وروسته مراکش د اسرایل سره په اړیکو مظبوطولو راضي شوی وو. د دغې لوظنامې لاندې واشنګټن د غربي سهارا په لانجمنه سیمه د مراکش حاکمیت منلی وو.

د اتوار په ورځ دغه مظاهرچیانو د هغه سامانونو د باېکاټ غوښتنه هم کوله چې په جوړونکو یې د اسرایل د مرستې تور دی.

د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د ناڅافي برید وروسته چې پکې ۱۲۰۰ اسرایلان وژل شوي او ۲۴۰ نور د حماس وسله والو یرغمل کړي، اسرایل ژمنه کړې وه چې حماس وسله واله ډله به د منځه وړي. حماس ډله د کال ۲۰۰۷م راهسې په غزه حکومت کوي.

د یاد برید وروسته په غزه کې روانې جګړې او په اسرایلي بریدونو او ځمکني عملیاتو کې د غزه د صحت وزارت تر مخه د ۲۰۰۰۰ نه زیات خلک وژل شوي، او زرګونو نور بې درکه دي او داسې ګمان کیږي چې د تباه شوي ملبو لاندې مړه دي.

د اسرایل سره د اړیکو سمولو تر څنګ د مراکش چارواکي د پخوا راهسې د فلسطیني ریاست د جوړیدو مرسته کوي او په غزه کې یې د ډزبندۍ او د عامو خلکو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

که څه هم اسرایل او مراکش تر اوسه د یو بل په هیوادونو کې د سفارتخانو په پرانستلو نه دي صلاح شوي، خو دواړه په ګډه مخکې تګ کړی او د دفاعي مرستو یوه لوظنامه یې لاس لیک کړې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG