لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکي د فلمي مرکز هالي وډ په زرګونو لیکوالانو کار بندیز شروع کړی


د فلمي او تفریحي صنعت د خبرونو مجله ورایټي وايي د ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ ترمنځ کال کې د ټېلې وژن سیریز د لیکوال کم نه کم اجرت ۴۵۴۶ ډالر و، چې قریباُ ۲۹ هفتې به کار کولو او د کال به حساب به يې ۱۳۱۸۳۴ ډالرې پېسې جوړېدلې

د امریکې د فلمي صنعت مرکز هالي وډ د زرګونو په شمېره کې د فلمونو، ټېلې وژن او د تفریح د نورو څانګو لیکوالانو کاربندیز یا هړتال شروع کړی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په تېرو ۱۵ کلونو کې او په هالي وډ کې د لیکوالانو دا د خپل نوعیت لومړی کاربندېز دی.

د کاربندیز اعلان د لیکوالانو یونین یا اتحاديې کړی چې ۱۱۵۰۰ غړي لري.

د ای پي ترمخه، د لیکوالانو اتحاد یا ګېلډ وایي په انټرنېټ د سټرېمېنګ یا د تفریحي پروګرامونو په خپرېدلو کې د لیکوالانو پېسې کمې شوي دي او د مزاحیه شوګانو لیکوالان د کم نه کم اجرت حد نه لري.

ګېلډ وايي لیکوالانو ته د قرارداد یا د کنټرېکټ او د ګرانۍ سره سمه په معاش کې اضافه نه ورکول کېږي.

د فلمي او تفریحي صنعت د خبرونو مجله ورایټي وايي د ۲۰۱۹ او د ۲۰۲۰ ترمنځ کال کې د ټېلې وژن سیریز د لیکوال کم نه کم اجرت ۴۵۴۶ ډالر و، چې قریباُ ۲۹ هفتې به کار کولو او د کال به حساب به يې ۱۳۱۸۳۴ ډالرې پېسې جوړېدلې.

په سټريمېنګ به د ۲۰ هفتو د کار ۹۰۹۲۰ ډالر پېسې جوړېدلې. د لیکوال-پروډیوسر دپاره د یوې ۶۹۶۷ ډالر پېسې وې.

د الاینس اف موشن پېکچر اېنډ ټېلې وژن پروډیوسرز چې د هالي وډ د سټوډیوز، سټريمرز او پروډکشن کمپنیانو نمایندګي کوي، وايی د صنعت اوزد مهاله صحت او ثبات یې لومړۍ ترجیح ده او غواړي چې د لیکوالانو سره منصفانه او جایز مفاهمت ته ورسېږي.

ای پي په خپل رپورټ کې د دواړو خواو، لیکوالانو او د ای اېم پي ټي پي، ترمنځ مذاکراتو کې اختلافات نه دي ختم کړی شوي. د لیکوالانو د ورستي قرارداد یا معاهدې مېعاد د ګل، دوشنبې، په ورځ ختم شوی دی.

ای پي وايي د شپې ناوخته چلېدونکي د خبرو اترو د ټي وي پروګرامونه چې موضوعاتو روزانه حالات وي د کاربندیز نه ترټولو زیات متاثر شوي او ځينې چېنلې زاړه پروګرامونه بیا نشر کوي.

په فلمونو او هغه پروګرامونه چې سکرېپټونه يې مخکې لیکل کېږي په هغو د هړتال اثرات به د څه وخت تېرېدو نه پس معلومېږي.

ای پي وايي ممکنه ده چې ځينې کتونکي او سېنما ته تلونکي د کاربندیز اثرات محسوس هم نه کړي او د نېټ فلېکس او د اېمزان پرایم په شان سټريمېنګ استعمالونکو دپاره په مېنو کې به بدلون نه لیدل کېږي.

رپورټ وايي د دې نه مخکې د لیکوالانو د کاربندیز په نتیجه کې ريیالټي ټېلې وژن یا هغه پروګرامونه چې د کرادارونو په عام ژوند به بغیر د سکرېپټ جوړېدل، مقبولیت ترلاسه کړی و.

په دغو پروګرامونو کې دي اپرېنټېس نومې پروګرام هم شامل و چې کوربتوب به يې د امریکي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ کولو.

د هالي وډ د لیکوالانو اتحاد رايټرز ګېلډ په لومړي ځل په ۱۹۶۰ کې هړتال کړی و چې پېنځه میاشتې یې دوام درلودلو. د دې نه پس په ۱۹۷۳، ۱۹۸۱، ۱۹۸۵ او په ۱۹۸۸ کې هم لیکوالانو کاربنديزونه کړي وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG