د امریکې په کانګرس کې د ټېک ټاک کمپنۍ په مشر د تنقید نه پس په امریکا کې په ټېک ټاک د پابندۍ خطر زیات شوی دی. دا خبره ای اېف پي خبري ادارې په خپل رپورټ کې کړې ده.
د چینايي کمپنۍ ټېک ټاک سي ايي او یا مشر شاو زې چو د زیارت، چهارشنبې، په ورځ په کانګرس کې د یوې اورونې په مهال د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپېلېکن پارټۍ غړو د پوښتنو جوابونه ورکړل.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د کانګرس غړو دا تشویش څرګند کړو چې په انټرنېټ د وډیو شریکولو اېپ ټېک ټاک د امریکې قامي سلامتیا دپاره خطر دی.
ټېک ټاک په امریکا کې 150 مېلین صارفین لري.
د امریکې د موجوده صدر جوبایډن پېش رو ډانډ ټرمپ هم په ټېک ټاک د پابندۍ لګولو کوښښ کړی و خو یو امریکايي عدالت د دغه کوښښ مخه ونیوله.
د ټېک ټاک یوې چارواکي وېنېسا پېپس په کانګرس کې د ټېک ټاک په اړه د سماعت غندنه وکړه او ویې وېل د دې جړې د غیرخارجیانو نه په نفرت کې پرتې دي.
ای اېف پي وايي په کانګرس کې د دواړو ګوندونو د مخالفت نه پس د ټېک ټاک سي ايي او شاو زې چو به اوس د وایټ هاوس سره مخامخ کېږي او فېصله به کوي چې ټېک ټاک دې په چین کې مېشته خپلې مالکې کمپنۍ بایټ ډېنس سره تعلق ختم کړي او یا دې په امریکا کې د پابندۍ سره مخامخ شي.
په ټېک ټاک پابندي به په کانګرس کې د رېسټرېکټ اېکټ نومې قانون منظورېدو انحصار ته لري. دغه مجوزه قانون دا میاشت د امريکې سېنټ ته وړاندې کړی شوی او د امریکې د تجارت وزارت ته اختیار ورکوي چې په هغو غیر ملکي کمپنو دې پابندي ولګوي چې د امریکې قامي سلامتیا ته خطر راولاړوي.
د وایټ هاوس ترجمانې کېرین چین پېیر نه په کانګرس کې د شاو زې چو نه د پوښتنو په اړه سوال وشو نو هغې په کانګرس کې په ټېک ټاک د پابندۍ په اړه د مجوزه قانون حمایت وکړو.
ای اېف پي وايي د تېرو دوو نیمو کلونو راهسې د وایټ هاوس او د ټېک ټاک ترمنځ په دې خبرې روانې دي چې کمپنې دې د قامي سلامتیا په اړه د امریکې تشویش مطمین کړي.
ټېک ټاک د ټېکسس پراجېکټ په نوم تجویز وړاندې کړی چې ترمخه به یې په امریکا کې د ټېک ټاک د استعمالوونکو معلومات هم په امریکا کې پاتې کېږي او د چین قانون یا څارنه به ورته رسايي نه لري.
خو د اېف بي ايي او د امریکې د انصاف وزارت د چارواکو د دې اعتراض نه پس چې ټېک ټاک به بیا هم د چین محفوظ نه وي، وایټ د ټېکسس پراجېکټ تجوزیر ونه منلو.
ای اېف پي وايي په موجوده وخت کې د وایټ هاوس غوره انتخاب دا دی چې ټېک ټاک دې د بایټ ډېنس سره تعلق ختم کړي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هغه فکر کوي او ډېر خلک په دې خبر ټینګار کوي چې باني کمپني دې د ټېک ټاک نه خپله سرمایه وباسي.
ماهرین وايی دا لاره مشکل ده ځکه چې بایټ ډېنس د ټېک ټاک ټېکنالوجي جوړوي.
دغه مشکل دې خبرې هم څرګند کړی چې چین د ټېک ټاک د خرڅولو امکان رد کړی او په دې لړ کې هغو قوانینو ته اشاره کوي چې حساسه چینانيي ټېکنالوجي دې بهرني خریدارانو ته ور نه کړی شي.
ای اېف پي وايي په ټېک ټاک پابندي به انسټاګرام، سېنپ چېټ او یو ټیوب ته ګټه ورسوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي