لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: د لوی اختر د قربانۍ کولو په سر درې احمديان نیول شوي


د پاکستان د پنجاب صوبې په فېصل اباد ښار کې د احمدي ټولنې سره تعلق لرونکي درې کسان نيول شوي، په دوی تور دی چې د لوی اختر په ورځ يې په خپلو کورونو کې قرباني کوله.

د احمدیانو پرضد د فېصل اباد په ټهيکري والا تاڼه کې دغه مقدمه پرون د لوی اختر په ورځ [اتوار/يکشنبې 10 جولايۍ] درج کړی شوې ده.

مطبوعاتو سره چې احمدي ټولنې کوم معلومات شریک کړي وايي په اېف ای ار کې د احمدي ټولنې د پینځه کسانو نومونه لیکل شوي دي.

په مقدمه کې ليکل شوي چې احمديان د 1973 په ايين کې کافر ګرځول شوي او مرزايان دي، خو دوی د اسلام په عقيده قرباني کړې ځان يې مسلمان ښکاره خو دا چې دوی د عقيده نبوت نه منکر دي.

د احمدي ټولنې يو ویاند عامر محمود مطبوعاتو ته ويلي چې په اېف ای ار کې په نامزد پېنځو کسانو کې پولیس درکسان ګرفتار کړي دي.

بي بي سي خبري ادارې د فېصل اباد پولیس ترجمان منیب احمد له قوله ویلي چې په قانون د عمل کولو په لړ کې یې درې کسان نیولي دي.

د بي بي سي د رپورټ ترمخه پولیس ترجمان ورته وویل د پاکستان د قانون د لاندې احمدیان "غیر مسلم دي"، ځانونو ته مسلمانان نشي وېلی او نه هم د مسلمانانو کارونه کولی شي.

د احمدي ټولنې بل ترجمان سلیم الدین احمد هم ټوېټر دلارې په ټهيکري والا کې د دریو کسانو د ګرفتارۍ خبر شریک کړی دی.

احمدي ټولنه وخت په وخت شکايت کوي چې پاکستان کې په هره کچه د احمديانو د حقونو سرغړونې کيږي او تر دې چې د دوى څخه د ژوند حق هم تروړل کېږي.

د ټولنې ترمخه د کال 1984 نه تر اوسه پورې په پاکستان کې 278 احمديان د عقيدې په اساس وژل شوي دي.

په پاکستان د ډېرې مودې راهسې نیوکې کیږي چې اقیلتونو یا لږکیو ته په تحفط ورکولو کې ناکام دی خو وخت په وخت د پاکستان حکومتونه وایي چې په یو هیواد کې ټولو وګړو ته یو برابر حقونه ورکوي او د هرچا د ځان ومال د تحفظ هڅه کوي.

د روان کال د مارچ د مياشتې په وروستيو کې د اېمنسټي انټرنيشنل سويلي ايشيا څانګې د بشري حقونو په اړه د کال 2021/22 په خپل رپورټ کې ويلي وو په سيمه او خاصه توګه پاکستان او افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه کيږي او هيڅ تپوس پوښتنه يې نشته.

په ياد رپورټ کې ويل شوي وو چې په پاکستان کې د لږکيو ډلو او مسلمانانو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمې جوړيږي چې نه يواځې د هغوی ژوند په خطر کې اچوي بلکې عدالتونه ورته د مرګ سزاګانې هم اوروي.

د رپورټ ترمخه د احمدي ټولنې د کم نه کم لس داسې مذهبي ځايونو سپکاوی شوی چې لا خو پوليس کړی او لا د پوليس په ملاتړ نورو کړی دی.

هم د مارچ په وروستيو کې د پاکستان سپريم کورټ د احمديانو په اړوند د يوې قضيې په فېصله کې ويلي وو، د اقليتونو پر وړاندې د تعصب ډک چلند پاکستانی قام بدنام کړی دی.

سپريم کورټ په دغه قضيه کې اورولې فېصله کې ويلي وو چې د هېواد اقليت د خپل مذهب مطابق د عقيدې لرلو څخه محروم ساتل او د هغوی په خپل مذهب د عمل کولو په لاره کې خنډان جوړول د پاکستان د دستور او اسلام د اصولو پرضد دي.

عدالت ویلي وو که څه هم د پاکستان د دستور په 260-3ماده کې احمديان غېر مسلم ګرځول شوي دي خو دستور نه خو دوي د شهريت نه محروم کړي او نه یې هغوي د بنيادي بشري حقونو نه بې برخې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG