لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجګور د دریو میاشتو ماشوم چې بې درکه کړی شوی و کورنۍ د نورو غړو ترڅنګ ازاد شوی دی


د بې درکه کسانو د کورنۍ غړي او د انساني حقونو فعالان وخت په وخت د خلکو د بې درکه کېدو په ضد احتجاجونه کوي او غواړي چې که څوک د څه جرم په شک کې نیول کېږي نو پکار ده چې عدالت ته وړاندې کړی شي
د بې درکه کسانو د کورنۍ غړي او د انساني حقونو فعالان وخت په وخت د خلکو د بې درکه کېدو په ضد احتجاجونه کوي او غواړي چې که څوک د څه جرم په شک کې نیول کېږي نو پکار ده چې عدالت ته وړاندې کړی شي

د بلوچستان د پنجګور سیمې د یوې کورنۍ پېنځه تنه چې یو ماشوم هم پکې شامل و او بې درکه کړی شوي وو ازاد شوي او کرو ته ستانه شوي دي.

دغه خبر د بې درکه کورنۍ وکیل (قانون پوهه) عمران بلوچ د بلوچستان هايي کورټ ته وکړه چې د کورنۍ د بې درکۍ په اړه یې مقدمه اورېدله.

د بلوچستان هايي کورټ چیف جسټس نعیم آختر آفغان او جسټس روزی خان بړېڅي د پنجګور له ګچک څخه د بې درکه کړل شوي شاه بي بي، شهزادۍ ، عبدالرحمن، د ده زوی سهراب او د یوې نیمي میاشتې ماشوم شامل و، مقدمه اورېدله.

د دغه مقدمې تر څنګ هايي کورټ د تربت له هوشاب څخه د نیول شوي نور جهان بلوڅ د مقدمې سماعت هم کولو.

د بې درکه کړل شویو کسانو وکیل عمران بلوڅ عدالت ته وویل چې د پنجګور ټوله کورنی روغه رمټه کورته په خیر رسېدلې ده.

د پنجګور د کورنۍ د ازادېدو باوجود عدالت مقدمه ختمه نکړه.

د ترهګرۍ صد ادارې سي ټي ډي او اېف سي عدالت ته ویلي وو چې بې درکه کسان دوی نه دي نیولي.
عدالت پر دې مهال پوښتنه وکړه چې کومه اداره خلک وړي؟ سی ټی ډی وايي دوی نه دي وړي او ایف سی وایي دوی نه دي وړي؟

عدالت وویل دواړه ادارې دې بیانونه ریکارډ کړي او که دوی په هرچا د خلکو د بوتللو الزام پورې کړو نو په ضد به یې اقدامات کولی شي.

عدالت تېره میاشت دضلع کېچ څخه د سي ټي ډي له لوري د نیول شوي نور جهان بلوڅ د مقدمې او د پلټنو په حقله وویل چې کوم معلومات ترلاسه کيږي هغه دي له دوی سره شریک کړي.

سي ټي ډي ادعا کوي چې له نور جهان بلوڅ څخه یې ځانمرګي جېکټ او چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د سي ټي ډي دعوه ده چې نور جهان بلوڅ پر قامی لويه لاره د چېنایانو پر قافله د برید اراده لرله. عدالت د هغه د لسو لکو ضمانت منظور کړی دی.

عمران بلوڅ د یوې مېرمن د بې درکۍ په مقدمه هم په عدالت کې نمایندګي کوي.

عمران بلوڅ وايي تېر کال د اګست په میاشت کې هم د دغې مېرمنې خاوند مدد بلوڅ او د ده پلار هارون بلوڅ تر دریو میاشتو پورې نیول شوي وو.

هغه وویل پر مدد بلوڅ ډير تشدد شوی وو اوس هغه پټ دی او د هغه د نیولو لپاره د پنجګور دغه پنځه تنه بې درکه کړل شوي وو.

د بلوچستان حکومت ویانده فرح اعظیم شاه دغه تور رد کړی چې د قانون عملي کونکي ادارې د خلکو په بې درکه کولو کط لاس لري. هغې وویل هر یو ترهګر چې ونیول شي له قانون سره سمه چلند ورسره کيږي پر دوی باندې يې مقدمه ثبتې کړې او عدالت ته يې وړاندي کوي او د عدالت په اجازه کاروای کيږي.

د بې درکه شوو خلګو سازمان وایس فار بلوڅ ميسنک پرسنز وايي سږ کال په نوشکي او د کراچۍ پوهنتون د پېښو ورسته د بلوچستان له مکران، رخشان ډويژن او له کراچۍ څخه د خلګو د بې درکه کېدو لړۍ ذیاته شوې ده.

بلوچستان د بشري حقوقو سازمان غړي شمس مندوخیل د تشدد پر زیاتېدونکو پېښو او د بشري حقوقو پر سر غړونو تشویش چرګند کړی او ویلي يې دي چې په بلوچستان، کراچی او لاهور کې ښځو او زدکونکو له نیولو څخه په خلګو کې کرکه خورېږي.

هیومین رایټس کونسل آف بلوچستان وايي چې تېر کال هم د 442 بې درکه کېدو پېښي رامنځ ته شوي وې په دوی کې 170 له تشدد ورسته راخوشي شوې وو خو 272 د دوی درپور تر ثبت کيدو بې درکه وو.

د هیومېن رایټ کونسل په خبره په دوی کې 48 زدکونکي شامل وو چې 2021م کال آخېره کې 20 خوشي شوي او 18 بې درکه وو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG