پاکستان کې د پولیو د مخنیوي بیړني مرکز ویلي د اتوار/ یکشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا لکی مروت کې د پولیو دوه او د بلوچستان په هرنايي ضلعه کې یوه نوې پېښه رپورټ شوي چې وروسره په ګرد پاکستان کې د پولیو په رنځ اخته ماشومانو شمیره ۷۶ ته رسیدلې.
د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د پولیو دې تازه دوو پېښو سره سږ کال په دې صوبه کې د پولیو نه متاثره ماشومانو شمیره ۵۶ شوه.
د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د یو رپورټ ترمخه د لکي مروت په سراې نورنګ تحصیل کې یوه اووه کلنه ماشومه او د ۲۱ میاشتو یو تنکی ماشوم د پولیو نه متاثر شوي دي.
اخبار د ایمرجنسي اپریشن سنټر د چارواکو د خلې لیکلي چې دغه دواړه ماشومانو ته د پولیو پرضد ویکسین نه دي ورکړل شوي. او د دواړه ماشومانو د لویو باولو د ټسټ وروسته په هغوي کې د پولیو د واېرس تصدیق شوی.
په لکي مروت کې د دې تازه پېښو وروسته په خېبر پښتونخوا کې روان کال کې د پولیو نه متاثره ماشومانو شمیره ۵۶ ته رسیدلي.
د ډان ورځپاڼې ترمخه د بلوچستان په هرنايي ضلعه کې د ۱۱ میاشتو یو ماشوم کې د پولیو د واېرس پخلی شوی. د دغه ایالت د پولیو د مخنیوي ادارې ویلي چې دغه ماشوم د ستمبر په ۲۵مه نېټه د تبې وروسته هسپتال ته راوړل شوی وو.
د ستمبر په ۲۷مه نېټه د دغه ماشوم ګڅه پښه او بیا په سمه پښه کې د کمزورۍ احساس وروسته یاد ماشوم د اکتوبر په دویمه نېټهکچلاغ ته علاج له رسول شوی وو.
دغه ماشوما ته یواځې یو وار د پولیو څاڅکې ورکړل شوي. او د پولیو پرضد نورو کمپاېنونو کې بیا د دغه ماشوم د کورنۍ د پرله پسې سفر له وجې هغه د ویکسینو پاتې شوی دی.
په پاکستان کې په کال ۲۰۱۷م کې د پولیو یوازې اته پېښې مخې ته راغلې وې خو تیرکال (۲۰۱۸) په دې کې اضافه وشوه اؤ دپولیو نور ۱۲ ناروغان وموندل شول.
سږ کال (۲۰۱۹) په ګرد پاکستان کې تر دې ورځې (اتوار اکتوبر ۲۰) پورې د پولیو نه متاثر شوو ماشومانو شمیره ۷۶ ته ورسیده.
په خیبر پښتونخوا کې دغه شمیره ۵۶، بلوچستان کې ۷، سنده کې ۸، او د ابادۍ په لحاظ تر ټولو لوې صوبې پنجاب کې یواځې ۵ پېښې رپورټ شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د ضلعو په حساب د پولیو کیسونه:
بنو – ۲۳
لکي مروت – ۱۰
شمالي وزیرستان ـ ۸
تور غر – ۷
هنګو – ۲
ډیره اسماعیل خان، چارسده، شانګله، باجوړ، خېبر او جنوبي وزیرستان کې یوه یوه پېښه رپورټ شوې.
په بلوچستان کې د ضلعو په حساب د پولیو کیسونه :
قلعه عبدالله – ۳
جعفراباد – ۲
هرنايي – ۱
کوټه – ۱
د پولیو ناروغۍ دلاسه انسان د ټول عمر دپاره په بدني توګه د معذورۍ ښکار کیږي. پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه یوازېني هیوادونه دي چرته چې اوس هم دا مرض موجود دی.