د کال ۲۰۲۲ د امن نوبل انعام د روس، بېلاروس او د اوکراین د شهري ازادیو دپاره کارکونکي تنظیم ته په شریکه ورکړی شوی دی.
د بېلا روس اېلېس بېلیاټسکي نومې تنظیم د نونسوه اتیایم په لسیزه کې د جمهوریت تحریک په شروع کونکو ډلو کې شامل و.
د روس مېمورېل نومې تنظیم ته د انساني حقونو دپاره د کوښښونو په لړ کې د سږ کال نوبل انعام ورکړی شو.
د اوکراین سېنټر فار سېول لېبرټیز د شهري حقونو دپاره کار کوي.
تېر کال د امن نوبل انعام د فلېپينز ماریا ریسا او د روس دمتري موراتوف ته په شریک ورکړی شوی و.
د نوبل کمېټۍ ویلي وو چې دواړود رای د ازادۍ د حق تحفظ کړی چې د جمهوریت او د مستقل امن دپاره بنیادي شرط دی.
د نوبل انعام سره قریباً یو مېلین ډالر او د اتلسو کراتو د سرو زو مېډل ورکول کېږي.
په اوکراین کې د جنګ له امله بې کوره شوو ماشومانو سره د مرستې دپاره موراتوف خپل مېډل خرڅ کړی چې یو نامعلوم تن په 103.5 مېلین ډالر اخیستی دی.
د امن نوبل انعام په ګټونکو کې د سوات ملالا یوسفزۍ هم شامل ده چې د جینکو د تعلیم په حق کې غږ پورته کولو په سر پې طالبانو حمله هم کړې وه.
د نوبل پیس پرایز په نورو ګټونکو کې د امريکې د تورپوستو د حقونو رهنما مارټن لوتر کنګ، د سره صلیب امدادي اداره، په جنوبي افریقا کې د نسل پرستۍ خلاف کار کونکی رهنما نېلسن مېنډیلا، مادر ټریسا، د امریکې پخوانی صدر براک اوباما او د اېټمي وسلو خلاف کارکونکی تنظیم د انټرنېشنل کېمپېن ټو ابولیش نیوکلیېر وېپنز او ګڼ شمېر نور شخصیات او تنظیمونه شامل دي.
د 1940 نه تر د 1945 پورې د دویم عالمي جنګ په مهال هېڅ چا ته د نوبل امن انعام نه و ورکړی شوی.
د سویډن الفرېډ نوبل نومې تن د نوبل انعام بنیاد اېښودی و.
د برېټېنیکا وېب پاڼې ترمخه الفرېډ نوبل یو سرمایه کار او صنعت کار و چې په 1895 کې یې خپل وصیت کې ولیکل چې د هغه د دولت نه دې یوه پنګه جوړه کړی شي او ددغو پېسو نه دې هر کال هغو کسانو ته انعام ورکړی شي چې په پېنځو برخو کې د انسانیت ته تر ټولو زیاته ګټه رسوولي وي.
د نوبل د وصیت په رڼا کې د فزکس، کېمسټري، فېزیالوجي یا طب، ادب او د امن په برخو کې هرکال انعامونه ورکول کېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي