د پاکستان بلوچستان صوبې د گوادر ښار گوټي سره نزدې د امنيتي ځواکونو په کاروان يو وسله وال بريد کې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي دي .
د سرچينو ترمخه د امنيتي ځواکونو په کاروان دغه بريد نن د جمعې په ورځ گوادر سره نزدې سنسار علاقه کې شوی دی ، او د حمله کوؤنکو په ناتاره ډزو کې د درېو عسکرو د وژنې سره څلور نور ژوبل شوي هم دي .
د چارواکو په وينا حمله کوؤنکې د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي او د هغويي د لټون دپاره اضافي نفرې علاقې ته راغوښتل شوې او د پلټنې عمليات روان دي .
راپورونه وايي د ليوي عسکر په علاقه کې د معمول په گشت وو ، چې بريد پرې شوی دی . پوليس او ليويز علاقې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يي پېل کړي دي .
د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې ، ولې چارواکي بلوڅ بېلتون خوښي پېښه کې ککړ گرځوي .
له دې وړاندې هم د بلوڅ بېلتون خوښو لخوا په سيمه کې امنيتي ځواکونو ، حکومتي چارواکو او تنصيباتو باندې دغه رنگ حملې شوي دي .
د زيارت په ماښام هم د بلوچستان صوبې د سر ښار کوئټې په باچاخان چوک کې يوه بمي چاؤدنه شوې او په هغې کې څلور کسان ژوبل شوي وو .