لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کینیا: د الشباب وسله والې ډلې په برید کې درې امریکایان وژل شوي


د اتوار په ورځ په کینیا کې د تندروه اسلامي وسله والو په یو برید کې د امریکا پوځ درې کار کونکي وژل شوي.

دغه برید د صومالیه د پولې سره نژدې د کینیا د پوځ په یو مرکز شوی چرته چې د کینیا د پوځ تر څنګ امریکایي عسکر هم میشت وو.

وسله وال د منډا بی هوايي میدان په خوا کې د یوې امنیتي پوسته باندې ورغلي او په دغه هوايي اډه کې يې یو شمیر امریکايي جنګي جهازونه او پوځي ګاډي تباه کړي. د دغه وروسته د امریکا او کینیا عسکرو ځوابي برید کړی او وسله وال یې په شا تمبولي.

په افریقا کې د امریکايي پوځي کمانډ ویلي په وژل شوو کې درې امریکايي پوځیان او دوه عام کارکونکي یا کنټریکټران دي. او دوه نور عام کارکونکي ژوبل شوي هم دي.

الشباب وسله والې ډلې د دغه برید ذمه واري په غاړه اخستې. د تندروه ډلې په بیان کې ویل شوي چې به برید کې يې د دغه هوايي مرکز ځېنې برخه نیولې، ۱۷ امریکايان او ۹ کینیايي وګړي يې وژلي. خو په افریقا کې د امریکا پوځي کمانډ دغه دعوې مبالغه بللې.

د امریکا د ایوان نماېندګانو د خارجه اړیکو کمېټۍ مشر ایلیټ اېل اېنجل دغه برید غندلی. نوموړي په یو بیان کې ویلي چې دغه برید ښايي چې په افریقا کې امریکايي احداف په نښه کیږي خو امریکا به د کینیا د حکومت سره ملګرتیا او همکاري جاري ساتي.

منډا بی هوايي مرکز یا اېیر بېس په ساحلي ښارګوټي لامو کې دی. د عیني شاهدانو ترمخه په نیمه شپه کې لومړی درنې ډزې اوریدل شوي او بیا ددغه مرکز نه د اوور لمبې او لیدل شوي.

په ختیځه افریقا کې امریکايي پوځ د ترهګرۍ پرضد د عسکرو تربیه او همکاري کوي. په دغه هیوادونو کې الشباب ترهګره ډله د یوې لسیزې راهسې د صومالي حکومت پرضد جنګیږي او هڅه کوي چې دغلته حکومت نسکور کړي او صومالیه د سخت اسلامي قانون لاندې راولي.

الشباب وسله والې ډلې د صومالیه په ګاونډي هیواد کینیا کې هم ګڼ بریدونه کړي چې پکې زیات تره عام خلک په نښه شوی.

په نیروبي کې د قامی امنیت یو کارپوه رچرډ ټوټا ویلي الشباب وسله واله ډله د قاسم سلیماني د وژل کیدو وروسته د امریکا او ایران تر منځه پیدا شوي تاو تریخوالي کې غواړي د ځان پیژندنه وکړي. نوموړي ویلي دغه ډله غواړي چې په موجوده حالاتو کې ځان په نړیواله توګه بیا تازه کړي، ځکه خو سره ددې چې دوي ته معلومه ده د ماتې سره مخ کیدونکي دي خو بیا يې هم د ځان مشهورولو لپاره دغه برید کړی.

خو د الشباب وسله والې ډلې یو ویاند د اتوار یا یکشنبې په ورځ اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ته ویلي، د دغه برید د ایران او امریکا ترمنځه تازه لانجې سره هیڅ تړون نشته. نوموړي ویلي الشباب یوه سني وسله واله ډله ده او د ایرانیانو لویه شمیره د شیعه مسلمانانو ده.

XS
SM
MD
LG