لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان آیین ته په سپکاوي تورن مولانا صوفي محمد خوشی شو


مولانا صوفي محمد
مولانا صوفي محمد

د سوات د لاقانونه ټاکل شوي تندروه تنظیم تحریکِ نفاذِ شریعتِ محمدي مشر مولانا صوفي محمد تر اته کلن بند وروسته له جېل څخه خوشي شو او د خپلې کورنۍ له کسانو سره نامالوم ځای ته لاړ.

د پېښور اعلی عدالت د صوفي محمد د ضمانت درخواست تر منظورۍ وروسته د جنورۍ په ۸مه امر کړی وو، چې هغه دې خوشی شي. مولانا صوفي محمد په ۲۰۰۹م کال کې د حکومت په ضد د کرکې پاروونکې وینا او د پولیسو پر تاڼې د برید په تور نیول شوی وو.

صوفي محمد په عدالت کې د خپلو مقدمو په وروستۍ اورېدنه کې غوښتنه کړې وه، چې له جېله دې را خوشي کړل شي، ځکه چې وایي ناروغه دی او صحت یې ورځ په ورځ خرابېږي

د دوشنبې په ورځ د پېښور پولیسو هغه تر رسمي چارو وروسته له جېل څخه را و ایست او د خپلې کورنۍ کسانو ته یې وسپاره، چې هغوی له ځانه سره ناڅرګند ځای ته بووت.

د ۲۰۰۹م کال د جولای پر ۳۰مه د سوات په پولیس تاڼه کې د هغه په خلاف مقدمه درج شوې وه او د حکومت په ضد د کرکجنې وینا تور ورباندې لګېدلی وو. ده په خپله وینا کې د پاکستان آیین یا اساسي قانون غیراسلامي ګڼلی وو او د شرعي نظام د نافذېدو غوښتنه یې کړې وه.

د مالاکنډ ډیویژن خصوصاً د سوات ځینو خلکو مولانا صوفي محمد څه موده هلته د ټولو وژنو او بربادیو بنیادي سبب ګاڼه، خو بل وخت حکومت هغه ته د امن ساتونکي په نظر کتل، چې په سیمه کې امن ته لاره هواره کړي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۰۹م کال کې د مولانا صوفي محمد له تنظیم سره د امن تړون لاسلیک کړی وو، دا هغه وخت وو چې ده په سوات کې ډېر زیات اغېزمن رول درلود او د حکومت سرکاري عدالتونه یې هم له فعالیته منع کړي وو.

په ۲۰۱۵م کال کې داسې خبرونه هم خپاره شوي وو، چې مولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو د تحریک- چې مشري یې د ده زوم ملا فضل الله کوي- په ضد غیرسمي فتوا ورکړې وه او ویلي وه چې دا تحریک د مسلمانانو صفات نه لري

"دوی [د تحریک طالبان پاکستان خلک] د اسلام د پیغمبر(ص) په تعریف کره مومنان او مسلمانان نه دي"

دا خبره صوفي محمد په هغه وصیتنامه کې کړې وه، چې په پښتو او اردو دواړو ژبو په کمپیوټر لیکل شوې وه او لاندې د ده لاسلیک ورته شوی وو. صوفي محمد دغه غیررسمي فتوا د پېښور پر آرمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو تر برید څلور ورځې وروسته لیکلې وه، چې د ماشومو زده کوونکو او استادانو په شمول ۱۵۰ تنه پکې وژل شوي وو.

مولانا صوفي محمد په مالاکنډ ډیویژن کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو د وروستي پړاو له مهاله بندي وو. هغه په څو نورو مقدمو کې هم تورن وو، خو په هغو مقدمو کې شامل شاهدان یا مړه شوي وو او یا مخامخ نه شو راتللای، ځکه نو صوفي محمد ته په هغو مقدمو کې برات ورکړل شو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG