لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که په تمباکو ټېکس لګي نواسلام اباد ته احتجاج لپاره ځو، کرونده ګر وايي


KP tobacco
KP tobacco

د خېبرپښتونخوا کرونده ګرو ويلي که حکومت په راتلونکې بجټ کې په تمباکو نور ټېکسونه ولګول نو دوی به د پایه تخت اسلام اباد په لور لاريون کوي.

دا پرېکړه د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې د کرونده ګرو په يوه غونډه کې وشوه چې پکې د صوبې نماينده تنظيمونو ګډون وکړو.

په دې غونډه کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په بجټ کې په تمباکو د ټېکسونو لګولو نه ډډه وکړي.

د خېبرپښتونخوا د تمباکو د کمېټۍ يو غړي لياقت خان يوسفزي وي او ای ډيوه ته وويل حکومت پلان لري چې د تمباکو په شخصي کمپنيو د يو کلو په سر ۵۰۰ روپۍ ټېکسونه ولګوي خو کرونده ګر دې ته تيار نه دي.

نوموړی وايي که دا ټېکس ولګي نو د نړيوالو يا ملټي نېشنل کمپنۍ نه علاوه په پاکستان او په خصوصي توګه په خېبرپښتونخوا کې د ځايي کمپنيو مالکان په داسې حال کې نه دي چې هغوي د نړيوالو کمپنيو مقابله وکړي. کرونده ګرو پرېکړه کړې چې د تمباکو په فصل او خام تمباکو باندې يوه روپۍ ټېکس ته هم تيار نه دي. که چرې په مرکزي بجټ کې دا ټېکس ولګول شو نو دوي به د سياسي ګوندونو، مزدور تنظيمونو او د کرونده ګرو د تنظيمونو سره په شريکه د اسلام اباد په لور لاريون يا لانګ مارچ کوي.

په دې غونډه کې ګډونوالو وويل د حکومت د غلطو پاليسيو له امله په صوبه کې نورو فصلونو ته هم زيان رسېدلی او په ځای د دې چې د تمباکو فصل قامي فصل وګرځول شي حکومت دا فصل او د دې سره تړلي په زرګونو کرونده ګر بې روزګاره کول غواړي.

د دوي په وينا چې مرکزي حکومت ته هر کال د خېبرپښتونخوا د تمباکو نه د سنټرل اېکسايز ډيوټۍ په مد کې ۱۳۵ اربه روپۍ ترلاسه کېږي او صوبايي حکومت د صوبايي سِس په مد کې د ۶۰ نه تر ۷۰ کروړه روپو پورې اخلي.

د صوابۍ ضلعې يو کرونده ګر محمد علي ډاګيوال چې په دغه غونډه کې موجود ؤ، دا پوښتنه راپورته کړه چې مرکزي حکومت په سند او پنجاب صوبو کې په ګني او پومبه ولې ټېکسونه نه لګوي؟

"که په پنجاب کې په پومبه، ګني او وريژو ټېکس وي، په مونږ دې هم ولګوي. دا زما فصل دی که څوک ورته زما فصل وايي او که نه. د دې خلکو معاشي تعلق د تمباکو د فصل سره دی او که چېرې په دې ټېکس لګي نو په لکونو نه بلکې په کروړونو خلک به ترې اغېزمن کېږي."

پاکستاني مطبوعات وايي د ټېکسونو مرکزي ادارې اېف بي ار مرکزي حکومت ته دا وړاندېز کړی چې د تمباکو په شخصي کمپنيو د يو کلو په سر ۵۰۰ روپۍ اضافي ټېکسونه ولګوي.

بل اړخ ته حکومت وايي په راتلونکي بجټ کې دوي هېڅ اراده نه لري چې کوم نوي ټېکسونه ولګوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG