وي او ای
نوې شمارې ښيي په نړيواله کچه د سيګرېټ څکلو عادت په کمېدو دی خو د صحت نړيواله اداره ورلډ هېلت ارګنايزيشن خبرداری ورکوي چې دا ښه خبر د اېلېکټرانک لا اي سيګرېټ په لويه کچه استعمال په شا بيايي او دا عادت په خصوصي توګه په ماشومانو کې ډېر دی.
د يادې ادارې د صحت د ترقۍ مشر رويډيګر کرېچ وايي “دا په تېر څلور پينځه کاله کې د خطرناک حده پورې زيات شوی. ځکه خو مونږ د خطرې خبرداری ورکوو”.
هغه وايي “په يو دوو هېوادونو کې مونږ ډېر غټ زياتوالی وينو چې پکې د ويپېنګ ډيوايس او اي سيګرېټ په استعمال کې راغلی. مونږ په برتانيه او امريکا کې 150 فيصده زياتوالی وينو. مونږ په ماشومانو کې هم دا فيصدي په ډبل ډېجېټ لا دوه هندسو کې وينو”.
کرېچ د تماکو صنعت په دې تورن کړو چې نوې نوې حربې کاروي چې څنګه راتلونکي ځوان نسلونه په تماکو اخته وساتي او “په ريښتيا هم دوی دا کوښښ کوي چې زمونږ د اته کاله عمر بچي په اي سيګرېټ او ويپرز عادت کړي”.
د پېښور د يوې خبري ادارې مشرق د خبر ترمخه د پښتونخوا حکومت تاريخي کارنامه کړې چې د 144 مادې په لګولو يې په ماشومانو او تعليمي ادارو کې د اي سيګرېټ او ويپس په خرڅولو او استعمال بندېز لګولی”.
د پښتونخوا د داخله او قبايلي چارو د محکمې په اعلاميه کې ويل شوي په ماشومانو او ځوانانو کې د خطرناک حده پورې د اي سيګرېټ او ويپس ډيوايسېز په استعمال کې د زياتي په وجه يې دا ګام اخستلی دی.
په حکمنامه کې ويل شوي په اي سيګرېټ او ويپس کې د نېکوټين په غټه کچه موجودګي د انديښنې وړ ده ځکه چې په دې خلک عادت کيږي.
د ډبليو اېچ او چارواکی وايي “که چرې تاسو پوهېږئ چې ستاسو دا عمل وژل کوي نو ذاتي رای مې ده چې دا جرم دی”.
د تماکو د کنټرول قامي سرويګانې ښيي چې د ديارلس او پينځلس کاله عمر ماشومان په ډېرو هېوادونو کې تماکو او د نېکوټين توليداتو ته لاس رسی لري.
د ادارې د اندازو ترمخه په ډېرو هېوادونو کې د دريارلس او پينځلس کاله د عمر 37 ميلين ماشومان په څه نه څه شکل کې تماکو استعمالوي او په زلمي کول کې د اي سيګرېټ استعمال د خطرناک حده پورې سېوا شوی.
دا شوق په داسې وخت کې سېوا کيږي چې تازه معلومات ښيي د کلونو راهسې د تماکو د استعمال د کمولو کوښښونو رنګ راوړی. د ډبليو اېچ او شمارې وايي په نړۍ کې 1.25 بيلين د لوی عمر خلک تماکو استعمالوي.
د يادې ادارې د نړيوال رپورټ شمارې چې تېره ورځ خؤرې شوي وايي د کال 2000 نه د کال 2030 پورې په دوامداره توګه په نړۍ کې د تماکو استعمال په کمېدو دی.
دا ډيټا ښيي چې د کال 2022 پورې د لوی عمر په پينځو تنو کې يو تن د تماکو استعمال کولو چې دا کچه په کال 2000 کې په درېو کې يو تن وه.
کرېچ وايي “په تېر دوه کاله کې مونږ وليدل چې نولس ميلين خلکو د تماکو استعمال پرېښودی او دا د دې باوجود دی چې د نړۍ د ابادۍ کچه زياتيږي او هم په دومره وخت کې د لوی عمر په کسانو کې 149 ميلين تنه زياتوالی راغلی”.
د ډبليو اېچ او رپورټ وايي د ټولو زيات تماکو استعمالونکي د سويلي ختيځ ايشيا سيمې خلک دي چې د ابادۍ يې 26.5 فيصده جوړيږي او دا شمارې په يورپ کې 25.3 فيصده دي.
رپورټ وايي د يورپ په ښځو کې د تماکو استعمال ډېر زيات دی او دا کچه د نورې نړۍ په نسبت يو په دوه ده.
Forum