لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوماهاک مېزايل شل کاله پخوا افغانستان کې القاعده په نخښه کړې وه


د کال ١٩٩٨ م په دې تصویر کې د القاعده وژل شوی مشر اوسامه بن لادن په خوست کې خبري غونډې ته وینا کوي. د القاعده د خوست مرکز امریکايي ځواکونو په ټوماهک مزایلو ویشتی و
د کال ١٩٩٨ م په دې تصویر کې د القاعده وژل شوی مشر اوسامه بن لادن په خوست کې خبري غونډې ته وینا کوي. د القاعده د خوست مرکز امریکايي ځواکونو په ټوماهک مزایلو ویشتی و

په شام [سوريا] باندې په حمله کې کارول شوي ټوماهاک ميزايل د نامې سره پښتانه د هغه وخت نه اشنا دي کله چې په کال ۱۹۹۸م کې امریکا هم په دغه مېزاېلو د افغانستان خوست ولایت کې د القاعده پټې ا‌‌‌‌‌‌ډې په نښه کړې وې.

د کال ۱۹۹۸ اپرېشن اېنفنټ ريچ نومې دغه عملیات د اګست میاشتې په ۲۰مه نیټه ترسره شوي وو.

د افغانستان په خوست ولایت کې د دغه میزاېلو حدف د ترهګرې ډلې القاعده مشر اسامه بن لادن او د تندروه ګوند د تربېې مرکزونه په نخښه کول وو.

که څه هم د القاعده ترهګرې دلې مشر اسامه بن لادن د برید په مهال په دغه مرکز کې نه وو، خو د القاعده ټرېننګ کېمپ يې په مکمله توګه تباه کړی وو.

د دغه بریدونو وروستو د هغه وخت واکمنو طالبانو، د القاعدې مشر اسامه بن لادن سعودي عربستان ته د حواله کولو خپلې خبرې نه په شا شول او د القاعده ترهګرې ډلې سره يې اړیکې نورې هم مضبوطې کړې.

امريکې هم په دغه ورځ د افغانستان سره سره په سو‌‌‌‌‌‌ډان کې د پلازمېنې خرطوم خوا ته د القاعده سره د په مرستو تورن د يوې روغتيايي ادار ې مرکز هم په ټوماهاک مېزايل اېشتی وو.

د افغانستان او سوډان دغه عملیات د امریکا لخوا د ترهګر بریدونو په ځواب کې تر ټولو لوې بهرني عملیات ګڼل کیږي.

دهعه وخت صدر کلنټن په کينيا او تنزانيه کې د ترهګرۍ د بوګنوکو بريدونو وروسته د القاعدې په مرکزونو د حملو حکم کړی وو.

ټوماهاک مېزایل څه خاصیتونه لري؟

ټوماهاک مېزاېلې د امریکايي پوځ تر ټولو رسا نخښه وېشتونکي توغندي ګڼل کیږي. دغه میزاېل د ۸۰۰ و نه تر۱۵۰۰ میله سفر کوي او تر ۱۰۰۰پونډه یا ۴۵۰ کلوګرامه پورې وړه وسله خپل حدف ته رسولی شي.

دغه میزاېلې زیات تره د سمندر نه وېشتل کیږي او د یو جدید نظام یا نېويګېشن په زریعه خپل هدف ته رسي.

یاد میزاېل د هوايي جهازونو په رفتار سفر کولی شي. د اندازو تر مخه په یو ټوماهاک ميزاېل د اته لکه ډالرو نه سېوا مصرف راځي.

ټوماهاک مېزاېلې په لومړي ځل په کال۱۹۹۰م کې په عراق کې د ډیزرټ سټورم نومې عملیاتو په وخت کارول شوې وې. د دغې راپه دیخوا دغه مېزاېلې د امریکايي پوځ د استعمال لاندې دي. د امریکا په ملګرو هیوادونو کې یوازې برتانیه د ټوماهاک مېزاېل اخېستو اجازه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG