لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه امریکایانو په سر خبرو لپاره امریکايي چارواکو د شام پټ سفر کړی



د اېسوسي اېټډ خبری ادارې د خبر تر مخه یو لوړ رتبه امریکايي چارواکي په نژدې ورځو کې د شام پټ یا خفیه سفر کړی، چې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د ورک شوي امریکایانو د خوندیتوب او امریکا ته د ستنیدو په اړه خبرې وکړي. د کوم امریکايي چارواکي شام ته سفر ډیر کم لیدل کیږي او د یاد سفر پخلی د ګل په ورځ په شام کې ورک شوي یو امریکايي لور هم کړی دی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ناېب سلاحکار او د واېټ هاوس د ترهګرۍ پرضد جوړې څانګې ستر چارواکي کاش پټېل د شام دغه پټ سفر وال سټریټ جرنل د اتوار په ورځ‌ رپورټ کړی وو. تر اوسه د دغې رپورټ په اړه د امریکايي چارواکو لخوا څه نه دي ویل شوي.

د کال ۲۰۱۲م راپه دیخوا د امریکا کوم لوړ پوړي چارواکي د دمشق د داسې سفر پخلی نه دی شوی. په شام کې د خانه جنګۍ حالت خرابیدو وروسته امریکا په دمشق کې خپله سفارت خانه تړلې او په کال ۲۰۱۲م کې یې د دغه هیواد نه خپل سفیر رابللی. خو د دغې وروسته یو شمیر امریکايي پوځي او ملکي یا حکومتي چارواکو د شامي یاغیانو د کنټرول سیمو ته سفرونه کړي.

په نړیواله توګه یواځې شوي شامي صدر بشر الاسد او د هغه حکومت لپاره دې سفر ته د هغه د ودې په توګه کتل کیږي. د صدر اسد حکومت د شام په نهه کلنه جګړه کې د لاس لرلو په سبب دا مهال د امریکا او اروپايي هیوادونو د بندیزونو سره مخ دی.‌

په نژدیو میاشتو کې، چې څنګه دغه جګړه کمه شوې، یو شمیر عرب هیوادونو چا چې وړاندې د اسد حکومت باېکاټ کړی وو (اړیکې یې ختمې کړې وې) دغو هیوادونو په دمشق کې خپلې سفارتخانې بیرته پرانستل شورو کړي.

د امریکا ورجینیا ایالت ۶۲ کلن مجدکمالماز چې د نفسیاتو ماهر ډاکټر وو،‌ په کال ۲۰۱۷م کې په شام کې بې درکه شوی او داسې ګمان کیږي د شام حکومتي زندان کې ساتل شوی.

۳۹ کلن ازاد خبریال آسټن ټاېس بیا د ډیرې مودې راهسې بې درکه دی. آسټن چې د ټېکساس هیوسټن ښار اوسیدونکی وو په کال ۲۰۱۲م کې هغه مهال ورک شو کله چې د دمشق سره نژدې په دارایا سیمه کې په یو موټر کې لبنان ته روان وو. هغه په دغه ځاې کې په یوه امنیتي پوسته ودرول شوی وو.

د کمالماز لور، مریم ویلی، کورنۍ یې تیره اونۍ د پټېل د سفر نه خبر شوې. اېسوسي اېټډ خبري ادارې ته په لیږل شوي یو شمیر پېغامونو کې مریم ویلي ٫٫ د دغه سفر نه د څه ښې نتیجې لپاره دعا کوي.٬٬ مریم ویلي، هغه ګڼي دغه سفر په تیرو دوو اونیو کې شوی خو ددغې زیات معلومات نه لري.‌

د شام حکومت پلوه یو اخبار الوطن هم د ګل په ورځ د وال سټریټ جنرل اخبار د رپورټ پخلی کړی. دغه اخبار زیاته کړې چې پټېل او راجر کارټنز ( د یرغمل شوو امریکایانو د معاملو لپاره د صدر ټرمپ سلاحکار) د اګست په میاشت کې په دمشق کې وو. چرته چې هغوي د شام د استخباراتي ادارې مشر سره د بې درکه امریکایانو په اړه خبرې کړي.

دغه اخبار چې په عامه توګه حکومتي نظر وړاندې کوي، زیاته کړې، شامي چارواکو د ختیځ شام نه د امریکايي عسکرو د ویستلو غوښتنه کړې، امریکايي عسکر په دغه سیمه کې د کردي جنګیالو سره پرځاې شوي. دمشق په دغه سیمه کې د امریکايي عسکرو موجودیت غیرقانوني بلي او د خپلواکي غوښتونکو کردانو مخالفت کوي. الوطن اخبار دا هم ویلي، په تیرو څو کلونو کې دا د امریکايي چارواکو دریم پټ سفر دی.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په بهر هیوادونو کې یرغمل شوي امریکایانود خوشي کولو په سر خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړی.‌ د لبنان د استخباراتو یو ستر چارواکی مېجر جنرال عباس ابراهیم د تیرې اونۍ راهسې په واشنګټن کې دی. عباس ابراهیم ایراني نسله امریکايي شهریت لري او وړاندې یې هم د یرغمل شوي امریکایانو خوشي کیدو په سر خبرې اترې کړي.

په کال ۲۰۱۱م کې په شام کې د خانه جنګۍ شورو کیدو وروسته ګمان کیږي په لسګونو زره خلک په حکومتي زندانونو کې قید دي. په دغو کې ګڼ د کلونو راهسې ناروغه دي او پرې تشدد هم کیږي. د شام په جګړه کې وسله والو ډلو هم د تاوانونو او د مخالفینو په مقابله کې ځان د ښو کلولو لپاره هم ګڼ خارجیان تښتولي دي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG