لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین صدر: د سوېيرودونېڅک ښار د دفاع دپاره سخته جګړه دوام لري


د اوکراین په ختیځ کې د ورستۍ جګړې په اړه صدر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ریکارډ شوي وډیو پېغام کې وویل د دونباس سیمې د سر نوېشت فېصله په سوېيرودونېڅک ښار کې په جګړه کې کېږي
د اوکراین په ختیځ کې د ورستۍ جګړې په اړه صدر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ریکارډ شوي وډیو پېغام کې وویل د دونباس سیمې د سر نوېشت فېصله په سوېيرودونېڅک ښار کې په جګړه کې کېږي

د اوکراین صدر ولادومایر زېلېنسکي ویلي د هېواد مشرقي ښار سوېيرودونېڅک د دفاع دپاره د جنګ "سخته ترینه"جګړه دوام لري. هغه زیاته کړه چې دغه ښار د دونباس سيمې دپاره ډیر اهمیت لري. بلخوا د متحده قامونو مشر ویلي که چېرې په اوکراین کې جنګ ختم نه کړی شو نو په دنیا کې په مېلینونو خلک د لوږې او د غربت ښکار کېدلی شي او د اوکراین غنم نړیوال بازار ته د رسوولو په اړه په انقره کې د ترکي او روسیې خبرې بې نتېجې ختمې شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د ورستۍ جګړې په اړه صدر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ریکارډ شوي وډیو پېغام کې وویل د دونباس سیمې د سر نوېشت فېصله په سوېيرودونېڅک ښار کې په جګړه کې کېږي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روسي ځواکونو د حملې په ترڅ کې اوکرایني عسکر د سوېيرودونېڅک نه په پسپايي مجبور شوي.

بلخوا د اقوام متحده مشر اېنټونیو ګوټېرېس ويلي په نړیواله کچه د خوراک، تېلو او د مالياتي نظام مشکلات حل کولو دپاره پکار ده چې په اوکراین کې جنګ ختم کړی شي.

د متحده قامونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس
د متحده قامونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس

ګوټېرېس وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې "دا خونرېزي او تباهي باید چې ودرېږي…د نړیوال قانون او د متحد قامونو د منشور سره سم سیاسي حل باید وموندل شي."

د متحده قامونو مشر وویل په نړیوال بازار کې د خوراک او تېلو د قیمتونو د زیاتېدو مخنيوي او غریب ملکونه د دې د بدو اثراتو نه د بچ کولو دپاره پکار ده چې په بېړني ډول ګامونه واخیستل شي.

په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیواله کچه د خوراک او د تېلو قیموته زیات شوي او د وي او ای رپورټ وايي د اقوام متحده مشر د مطبوعاتو د توجه نه لېرې کوښښونه کوي چې د تور سمندر دلارې د اوکراین خوراکي شیان او سره نړیوالو بازارونو ته ورسوول شي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په مېلینونو ټنه غله په اوکراین کې پرته ده او د جنګ دلاسه نړیوال مارکيټ نه نشي رسوول کېدی چې له امله یې په عالمي کچه د خوراک بېعې لوړې شوي دي.

د اوکراین خوراکي شیان نړیوال مارکېټ ته د رسوولو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انقره کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د ترکي خپل هم منصب ماولوت چاسواسوګلو سره خبرې وکړې خو د وي او ای رپورټ وايي دغه مذاکرات بې ثمره تمام شول.

د اوکراین خوراکي شیان نړیوال مارکېټ ته د رسوولو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انقره کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د ترکي خپل هم منصب ماولوت چاسواسوګلو سره خبرې وکړې خو د وي او ای رپورټ وايي دغه مذاکرات بې ثمره تمام شول
د اوکراین خوراکي شیان نړیوال مارکېټ ته د رسوولو په لړ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انقره کې د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د ترکي خپل هم منصب ماولوت چاسواسوګلو سره خبرې وکړې خو د وي او ای رپورټ وايي دغه مذاکرات بې ثمره تمام شول

د سرګي لاو رو سره د مشترکه خبري کانفرنس په مهال ترک خارجه وزیر وویل چې هېواد یې تیار دی چې د متحده قامونو سره په شریکه کار وکړي او د اوکراین غنم نړیوال بازار د رسوولو دپاره د سمندري جهازونو دپاره محفوظه لاره جوړه کړی شي. هغه وویل ترکي تیاره ده چې په دې لړ کې په استنبول کې د غونډې کوربتوب وکړي.

سرګی لاو رو وویل د روس په نظر د دې مسلې حل کولو دپاره پکاره ده د اوکراین سمندري جهازونه د خپلو بندرونو نه بهر سفر وکړی شي او دا په دې صورت کې کېدلی شي چې اوکراین په سمندر کې ځای په ځای کړی مایونه لېرې کړي او یا په سمندر کې محفوظه لاره څرګنده کړي. روسي وزیر وویل د دې نه علاوه د بل څه ګام ضرورت نشته.

د متحده قامونو مشر وویل که چېرې د اوکراین د جنګ دلاسه د خوراک په رسد کې مشکلات حل نه کړی شول نو په نړیوال کچه په لکونو خلک د لوږي او د غربت ښکار کېدلی شي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG