لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تاجران: د تورخم دلارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت زیات شوی


د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت د کمېدو له امله تاجرانو وېل دوي په مالی توګه ډیر زیانمن شوي وو
د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت د کمېدو له امله تاجرانو وېل دوي په مالی توګه ډیر زیانمن شوي وو

په افغانستان کی طالبانو د بیا واکمنېدو نه سمدستی پس اؤ بیا د تېر کال تر اخېره پورې د پاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزه تجارت اغیزمن شوی و اؤ د تاجرانو ترمخه یو وخت خو داسې هم و چې په ګړده ورځ کې به د پاکستان له اړخه د تجارتي توکو 70 او او یا 80 ګاډی د تورخم دلارې افغانستان ته تلل.

د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت د کمېدو له امله تاجرانو وېل دوي په مالی توګه ډیر زیانمن شوي وو.

پاکستان د خپله اړخه اعلان کړی و چې افغانستان سره به د نړی وال تجارتی قانون له مخه په امریکايي ډالرو کی د بېنک په ذریعه کاروبار کولی شي بلخوا د طالبانو دوباره د اختیار تر لاسه کولو نه پس د افغانستان اقتصاد د نړیوال بندیزونو له وجې د بد حالۍ ښکار شوی و اؤ په کابل کې د بنکونو نظام په ټپه اودریدو چې له وجې یې پاکستانی تاجرانو نه شو کولې چې د خپل کاروبار په غرض افغانستان ته امریکايي ډالر منتقل کړي.

خو د ځائ تاجرانو په وینا اوس حالات بدل شوي اؤ د هغوي کاروبار د پاره یو ځل بیا زمینه برابره شوې ده.

په تورخم کې کسټم کلیرنګ ایجنټ مجیب الله شینواري وي او ای ډیوه ته وویل چې د شپږ میاشتو وړاندې په پرتله اوس حالات ډیرښه شوي دي. د هغه په وینا د پریشانۍ ورځ په ورځ کمیږی او ورځ په ورځ یې په تجارت کې اضافه کیږی اؤ راتلونکې ورځ یي د تېرې ورځ نه ښه وي.

مجیب الله شینواری وویل "په افغانستان کې د بېنکونو بندش له وجې چې مونږ ته کومې ستونزې رامخې ته شوې وې د هغې اوس متبادل لارې راایستئ شوی د کومې سره چې د پاکستان له اړخه صادرات یا exports اضافه شول اؤ ورسره د افغانستان له اړخه واردات یا imports کښی اسانی د پاره تاجرانو له په پاکستانی کلدارو کښی د تجارت کولو اجازت وکړئ شو."

د مجیب الله شینواری په وینا قریبا درې څلور میاشتې وړاندې د پاکستانی صادراتو ډک فقط اتیا اؤ زیات نه زیات تر سلو پورې ګاډی به د ورځې په کچه افغانستان ته تله خو اوس دغه شمیره دوه چنده شوې اؤ کله کله خو تر درې سوه هم اورسی او ځائ تاجران هیله مند دی چې دغه کاروبار به د وخت سره سم نوره هم وده ومومي.

د پاکستانی صادراتو تر څنګ د افغانستان له اړخه هم په کاروبار کې زیاتوالې راغلې اؤ په دې اړه تورخم کې د کویلې یو تاجر مصور خان شینواري وي او ای ډیوه ته وویل چې د افغانستان له اړخه د کوئلې اؤ سوپ سټون ګاډو شمیره هم اضافه شوې اؤ که دوه درې میاشتې وړاندې به صرف سل ګاډی راتلل نو اوس ددې دوه چنده زیات ډک ګاډي پاکستان ته راځې.

تاجران وايي د پاکستان نه زیاتره تعمیراتي سامان چې زیاته برخه پکې سېمټ وي افغانستان ته لېږل کېږي. د دې ترڅنګ په خوراکي شیانو کې وریژې، سبزیانې او ځینې نور توکې پاکستان نه افغانستان ته وړل کېږي.

د افغانستان نه پاکستان ته په صادرات کې کویله، سوپ سټون او مېوې شاملې وي.

په تورخم کې د پاکستان د کسټم چارواکو هم د دې خبرې پخلی کړئ چې د حکومت له اړخ ورکړئ شؤو اسانتیاؤ له وجې د افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت اصافه شوی.

د دغو چارواکو په ویناپاکستان خواهشمند دی چې د افغانستان او پاکستانتجارت له نوره هم وده ورکړی شي چې دغسې د روزګار اضافی وسیلې پیدا کړی.

کارپوهان ګڼي وايي که د پاکستان اؤ افغانستان حکومتونو په شریکه توګه د دواړو ملکونو تجارت ته صحیح پام لرنه وکړه اؤ تاجرانو له یې نورې هم اساناتیاوې ورکړې نو په راتلونکی کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ تجارت دوه نیم بیلینه امریکايي ډالرو ته رسیدلی شي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG