لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او د پاکستان تاجران وايي دواړه ملکونه دې د دوه اړخیزه تجارت په اړه فېصلې عملي کړي


تاجران وايي د پاکستان اوافغانستان ترمينځ تجارت زیاتره د سياست او په سرحدونو د امنيتي ستونزو ښکار شوی او زيان يې زیاتره تجارانو او د دواړو هېوادونو اقتصاد ته رسيږي.
تاجران وايي د پاکستان اوافغانستان ترمينځ تجارت زیاتره د سياست او په سرحدونو د امنيتي ستونزو ښکار شوی او زيان يې زیاتره تجارانو او د دواړو هېوادونو اقتصاد ته رسيږي.

د پاکستان او افغانستان سوداګرو غوښتنه کړې چې په کابل کې چې د پاکستاني پلاوي او افغان طالبانو د دوه اړخیزه تجارت په اړه کومې مهمې فيصلې کړي دي هغه دې زر تر زره عملي کړی شي.

تاجران وايي د پاکستان اوافغانستان ترمينځ تجارت زیاتره د سياست او په سرحدونو د امنيتي ستونزو ښکار شوی او زيان يې زیاتره تجارانو او د دواړو هېوادونو اقتصاد ته رسيږي.

سوداګر وايي امید کوي دي چې دواړو خواؤ ته به واکمن د تجارت ښه کولو په لړ کې شوې لوظنامه عملي کړي.

ضياالحق سرحدي د پاک افغان تجارتي تنظیم رابطه کار، وايي د دواړو ملکونو ترمنځ تجارت دپاره د ځینو مشکلاتو ذکر کوي او وايي په ټرانزېټ ټرېډ په ټېکسونو کې اضافه بیا د ډرايورانو دپاره د پاسپورټ او ويزې مسله وه چې د هغه په قول تر څه هدپورې حل شوې ده.

د مارچ په ۲۶مه د پاکستان تجارت نایب وزیر محمد خرم اغا په مشرۍ کې یو پلاوی افغانستان سره د تجارتي ستونزو هواري د پاره په دوه ورځني سفر کابل ته و.

د پاکستان اؤ افغانستان سوداګر دعوه کوي د پاکستان له خوا په ټرانزټ ځينې محدوديتونو د لاسه ۶۰ نه تر اويا (۷۰) فيصده پورې ټرانزټ ايران ته اوښتی دی.

د پاکستان او افغانستان د تاجرانو د مشترکه تنظیم مشر خان جان الکوزی وايي د هند او چين، د ايران او پاکستان، په یورپ او امريکا او د روس او نورو ملکونو په مينځ کې مسلې پېدا کېږي مګر ټرانزټ او تجارت دوام لري.

هغه وویل هيله یې دا ده چې د پاکستان حکومت او افغان طالبان به اقتصاد په سياسي کشالو ورګډ نه کړي. "مونږ هيله لرو خو تر اوسه پورې ډېر هيله مند نه يو خو کومې خبرې چې مېز په سر شوي نو بايد هغه عملي کړئ شي."

د مارچ په ۲۸مه پاکستان او د طالبانو حکومت د ټرانزټ او دوه اړخیز تجارت په اړه په کابل کې دوه ورځنۍ غوندې وروسته تړون لاسلیک کړئ وو او صلاح شوي وو چې د تجارت په لاره کې خنډونه به لرې کوي.

ضياالحق سرحدي وايي د افغانستان سره په تجارت کې خنډان لرې کړی شي نو د پاکستان نه یوازې د مرکزي اېشیا بلکې د یورپ تجارتي مارکېټ ته هم لاس رسي کېدلی شي. "نو پکار ده دواړه هېوادونه په دې خبرو فکر وکړي او په تجارت کې رامينځ ته شوي خنډونه لرې کړي او حل يې راوباسي چې تجارت روان شي."

اقتصاد پوهان وايي که پاکستان د افغانستان سره تجارت کې د ستونزو لرې کولو هڅې ونه کړي نو د افغانستان مارکيت په مکمله توګه د لاسه ورکولئ شي.

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG