لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ونډو بازار د 900 پواينټونو نه زیات غورځېدلی


قتصاد پوهان د ونډو بازار ټيټېدو غټ علت د مرکزي بېنک سټېټ بېنک لخوا د سود شرح ناڅاپه سېوا کول او سياسي بې ثباتي ښايي
قتصاد پوهان د ونډو بازار ټيټېدو غټ علت د مرکزي بېنک سټېټ بېنک لخوا د سود شرح ناڅاپه سېوا کول او سياسي بې ثباتي ښايي

د پاکستان د ونډو بازار نن د ګل/دوشنبې په ورځ [28 نومبر] د کاروباري اوونۍ د پېل کېدو نه 45 دقيقتې وروسته 729 پواينټونه کم شوی او بيا ماسپښين خواوشا دا نور غورځېدلی او کم پواينټونه 962 ته زيات شوي وو.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې تر مخه نن سهار د ونډو بازار په 42936 پواينټونو روان شوی وو.

اقتصاد پوهان د ونډو بازار ټيټېدو غټ علت د مرکزي بېنک سټېټ بېنک لخوا د سود شرح ناڅاپه سېوا کول او سياسي بې ثباتي ښايي.

د ونډو بازار کار پوهه او سټاک بروکر جبران وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي دوی تمه لرله چې د سود شرح کې به بدلون نه راځي خو مرکزي بېنک د سود شرح د 15 فيصده نه 16فيصده ته سېوا کړې چې اثر يې په پانګونو شوی دی.

"نن د ونډو بازار پېل کېدو سره سم 350 پواينټونه ورغورځېده او دا بيا نور هم سېوا ټيټ شوی دی، د سود شرح لوړيدو له کبله هغه شرکتونه چې د بېنک نه اخيستي پور باندې کار کوي او شيرز يې اخستي د هغو کمپنيانو جوړ څيزونو نرخونه لوړ شوي طلب يې کم شوی، ځکه د ونډو په بازار يې اثر ښکاره شوی دی.

په پاکستان کې د ونډو بازار په داسې حال کې غورځېدلی چې د پاکستان مرکزي بېنک د سود شرح زياته کړې او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان د پنجاب او خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبليانو څخه وتلو ګواښ کړی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه پروفېسر منظور علي وي اواې ډیوه ته ويلي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به قرضې اخستل ګران شي په مارکيټ کې به د پېسو موجودګي کمه شي او اقتصاد به په ورو شي او بې روزګاري به ورسره سېوا شي.

موجوده حکومت د روان مالي کال په وړومبۍ میاشت جولایۍ کې د سود شرح 1.25فيصده سېوا کړې او 15فيصدو ته رسېدلې وه.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي، تازه د سود شرح ځکه سېوا کړی شوې چې ګراني قابو کړي، د بېنک په وينا روان مالي کال به د ګرانۍ شرح 23فيصده وي خود پاکستان د شمېرنې اداره وايي په ملک کې اوونیزه ګراني 30 فيصدو ته رسېدلې او میاشتنۍ ګراني د 26 فيصدو نه زياته ده.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي د پاکستان اقتصاد په درامداتو اډاڼه لري او د مرکزي بېنک د سود شرح سېوا کړې چې د مالياتي ادارې ايي اېم اېف نه د پور نهم قسط ترلاسه کړي.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان اقتصادې اشارې منفي لور ته روانې دي، ګراني سېوا ده، اقتصادي بې ثباتي زياته ده ځکه چې سياسي ثبات نشته.

د پاکستان د خزانې وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړو څلورو میاشتو کې ورته څلور اربه ډالره پور ترلاسه شوی، او په درې مياشتې موده کې کرنټ اکاونټ خساره 2.8اربه ډالره کمه شوې، او درامدات 11.6فيصده کم شوي خو بيا د هغې منفي اثرات د پاکستان په ماليه يا ټېکسونو ښکاره شوی او د اکتوبر په میاشت کې مالياتي هدف نه دی پوره شوی.

د پاکستان د مرکزي بېنک ترمخه په درېو مياشتو کې برامدات 2.6فيصده زيات شوي خو ترسيلات زر 8.6فيصده کم شوي دي.

د پاکستان د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل تيره ورځ په ډان ورځ پاڼه کې ليکلي کالم کې ويلي د پاکستان ديواليه کېدو خطر سېوا شوی او د غلطۍ هیڅ نشته.

خو د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي د پاکستان د ديوالیه کېدو خطره نشته او پورونه به په وخت بيرته ورکړي.

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG