لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مظفر اباد:د سورلیو ډک جیپ ژورې کندې ته لوییدلی،۱۳ کسان پکې مړه شوي، پینځه ژوبل


د مرستندویه ادارې له مخې دغلته د مسافرو یو جیب د نیلم د لوات سیمې نه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفر اباد ته روان ؤ چې په لیسوا بائ باس د یولیا په مقام د ډرایور څخه بې قابو شوی اؤ د سیند په غاړه یوې ژورې کندې ته لوییدلی دی
د مرستندویه ادارې له مخې دغلته د مسافرو یو جیب د نیلم د لوات سیمې نه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفر اباد ته روان ؤ چې په لیسوا بائ باس د یولیا په مقام د ډرایور څخه بې قابو شوی اؤ د سیند په غاړه یوې ژورې کندې ته لوییدلی دی

د پاکستان د انتظام لاندې د کشمیرکې یو جیپ ژورې کندې ته لوییدلی چې له امله یې ۱۳ کسان مړه شوي اؤ ۵ نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه مرستندویه دولتي ادارې ۱۱۲۲ رسنیو ته ویلي، دا پېښه د نیلم وادۍ په لوات سیمه کې رامنځته شوې ده.

د مرستندویه ادارې له مخې دغلته د مسافرو یو جیب د نیلم د لوات سیمې نه د پاکستان د انتظام لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفر اباد ته روان ؤ چې په لیسوا بائ باس د یولیا په مقام د ډرایور څخه بې قابو شوی اؤ د سیند په غاړه یوې ژورې کندې ته لوییدلی دی.

مرستندویه ادارې ویلي په دې پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي اؤ پینځه نور ژوبل دي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.

ریسکیو ۱۱۲۲ وایي په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو جسدونه اؤ زخمیان راویستل شوي اؤ د مظفر اباد پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له خولې ویلي چې په جیب کې ټول ۱۷کسان سواره وؤ چې په دې حادثه کې شپږ سړي، څلور ښځې اؤ درې ماشومان په موقعه مړه شوي دي.

تر دې وړاندې د جون په ۱۰مه هم د پاکستان د انتظام لاندې د کشمیر په نیلم وادۍ اؤ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې دوه جیپان د حادثو سره مخ شوي وؤ چې پکې 20 کسان مړه شوي اؤ 7 نور ژوبل شوي وؤ.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو دولتي ادارې په هغه مهال ویلي وؤ ،د نیلم په کریم اباد سیمه کې د سېلګرو جیپ سیند ته غورځېدلی چې پکې ګڼ شمیر سېلګر په اوبو لاهو شوي خو یادې ادارې بیا وویل چې په پېښه کې د مړو سېلګرو شمیره ۱۶ تنو ته رسېدلې ده.

په 28مه مې هم د پښتونخوا په شانګله سیمه کې یو جیپ ژور ګړنګ ته لوییدلي ؤ چې په کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ.

تر دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې د پښتونخوا په غرییزه سیمه ایبټ اباد کې یو جیپ ژورې کندې ته لوییدلي ؤ چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ 6 کسان مړه شوي اؤ 4 نور ژوبل شوي وؤ.

همدا راز د مې میاشتې په 17مه نېټه د ایبټ اباد سره پیوست د خېبر پښتونخوا په مانسهره سیمه کې د ګاډي په یوه حادثه کې یوه مېرمن مړه شوې اؤ 7 تنه نور ژوبل شوي وؤ.

په 18مې د خېبر پښتونخوا د بنو نه پنجاب ته د روانې یوې کورنۍ ګاډی په خوشاب سیمه کې ژورې کندې ته لوېدلی ؤ چې پکې لږه تر لږه 13 کسان مړه شوي اؤ9 نور ژوبل شوي وؤ.

په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول د پښتونخوا په غرییزو سیمو کې وخت په وخت د ټرېفېک پېښې مخې ته راځي چې څېړونکي یې علتونه د سړکونو خراب حالت، د ګاډو زوړوالی، د ډرایورانو د نشې اؤ بې خوبۍ حالت اؤ یا هم د تجربې نه لرل بلي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG