لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ : اورګاډي خوشحال خان ایکسپریس باندې بمي برید ۵ کسان وژلي


اورګاډی خوشحال خان خټک د کراچۍ نه پیښور ته روان وو ، چې چاؤدنه پرې وشوه
اورګاډی خوشحال خان خټک د کراچۍ نه پیښور ته روان وو ، چې چاؤدنه پرې وشوه
د سندهـ ایالت په کشمور ضلع کې په اور ګاډي خوشحال خان خټک ایکسپریس باندې چاؤدنه شوې چې په نیتجه کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او د ۳۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي. د راپورونو ترمخه مړو او ژوبلو مسافرو کې زنانه او ماشومان هم شامل دي .
د راپورونو ترمخه اورګاډی خوشحال خان خټک د کراچۍ نه پیښور ته روان وو ، چې د کشمور په تنګوانی سیمه کې پرې په پاټلۍ د پاسه ايښودل شوی بم ډزول شوی دی . د چاؤدنی له امله د اورګاډی دری ډبی د پاټلی نه لاندی غورزیدلي دي .
د سرچینو تر مخه په پېښه کې ژوبل مسافر د علاقې خلکو په خپله نزدې روغتونونو وړلي دي . ویل کیږي په ژوبلو کې ځینې په مرګوني حالت کې دي .
راپورونه وایي د چاودنې له امله د پاټلۍ نزدې سل میټره برخه تباه شوې ده ، چې له وجې یې د اورګاډو تګ راتګ ودریدلی دی .
د ریلوی د محکمې مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق پر خوشحال خان خټک ایکسپریس باندې د شوي برید نوټس اخیستې او په دې اړه یې د پلټنو حکم کړی دی . نوموړي د متاثره اورګاډي د مسافرو دپاره د بل اورګاډي د انتظام کولو هدایات هم جاري کړي دي .
نزدې یوه میاشت وړاندې هم پر خوشحال خان خټک ایکسپریس باندې د پنجاب په راجن پور کې ورته برید شوی چې درې کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور پکې ژوبل شوي و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG