لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس: صوابۍ کې "وفا" نومې نرښځی وژل شوی


په خیبر پښتونخوا کی دنرښځيانو تنظیم وایي په تیرو 7 کالو کې په صوبه کی 100 نرښځیان وژل شوي او د 3000 نه زیات نور د تشدد اؤ‌ځورونو د پیښو ښکار شوي دي خو د مقدمو باوجود تر اوسه دې پېښو کې ککړ یو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې
په خیبر پښتونخوا کی دنرښځيانو تنظیم وایي په تیرو 7 کالو کې په صوبه کی 100 نرښځیان وژل شوي او د 3000 نه زیات نور د تشدد اؤ‌ځورونو د پیښو ښکار شوي دي خو د مقدمو باوجود تر اوسه دې پېښو کې ککړ یو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې

د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې پولیس وایي ځايي اوسيدونکي د کراچۍ سره تعلق لرونکی نرښځی نعیم شیر چې د وفا په نوم مشهور ؤ وژل شوی دی.

پولیس وایي په وژنه کی ککړ د نرښځي دوست رازق شاه چی د مردان اوسیدونکی دی په ضد یې د 302دفعې لاندې مقدمه درج کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کی دنرښځيانو تنظیم وایي په تیرو 7 کالو کې په صوبه کی 100 نرښځیان وژل شوي او د 3000 نه زیات نور د تشدد اؤ‌ځورونو د پیښو ښکار شوي دي خو د مقدمو باوجود تر اوسه دې پېښو کې ککړ یو تن ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

دنرښځیانو اتحادیې غوښتنه کړې چې هغوي ته دې تحفظ ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا دصوابۍ ضلعې پولیس وایي 25 کلن نر ښځی نعیم شیر عرف وفا هغه وخت خپل مړاخ (دوست) ووژلو کله چې دی د نورو ملګرو سره د صوابۍ نه پیښور ته روان و.

په صوابۍ ضلعه کې د پولیس ویاند لیاقت علي وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت وویل دا پیښه په پیښوراسلام اباد موټر وی انبار سیمه کې شوې ده اؤ پولیسو د رازق شاه په ضد د پاکستان پینل کوډ د 302 دفعی لاندې مقدمه درج کړې ده .

د صوابۍ ضلعې په وړوکي لاهور کی ځایي پولیس وایي وژل شوی نرښځی د کراچی اوسیدونکی ؤ خو په صوابی ضلع کی میشته و .پولیس وایي د وفا مړی کراچۍ ته لیږل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کی کی وروستو کی د خواجه سراوو په ضد په تشدد کی اضافه شوی او روان کال په مردان او مانسهره ضلعو کی د خواجه سراوو په ضد زیاتی حملی شوی .

په خيبر پښتونخوا کې د نرښځیانو اتحادیه وایي، په تیرو 7ؤ کالو کې یوازې په خیبر پښتونخوا کې 100 نرښځیانو په ډزو وژل شوي او د 3000 نه زیاتو نرښځیانو باندې مختلفو د تشدد پیښې رپوړټ شوي خو اتحادیه وایي یو تن ته هم عدالتونو سزا نه ده ورکړې.

خو پولیس وایي د مقدمو وروسته اکثره نرښځیان په عدالتونو کې د ګواهۍ نه ډډه کوي او کيسونو له نه راځی .

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د اتحادیې مشره فرزانه وایي په پاکستان کې د نرښځیانو د تحفظ دقانون نه یې ډیری تمې لرلې خو داسې ښکاري چې هغوي ته تحفظ نه ورکول کيږي.

"ایف ایي آر درج شي خو ملزمانو ته سزا نه ورکړی کیږي، د خواجه سراؤ د تحفظ قانون هم په سیاسی توګه متنازعه کړی شو او زمونږه دا مید وو چی مونږ ته به تحفظ میلاو شی خو تحفظ لری لری هم په نظر نه راځی زمونږ غوښتنه ده چی مونږ ته اول قانونی تحفظ راکړی شی"

په دې وروستیو کې د نرښځيانو د تحفظ قانون کال 2018م وفاقي شرعی عدالت د اسلامی اصولو په ضد ګرځولی چی له امله یې د پوهانو په وینا د نرښځیانو ژوند ته خطرې نوری هم زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې د پاکستان قامي اسمبلۍ د نرښځیانو د تحفظ قانون کال 2018 منظور کړی و چې د نرښځیانو سره څه قسمه امتیازي سلوک به قابل سزا جرم وي خو په ټولنیزو رسنیو ددې قانون په ضد بحثونه هم روان دي چې مرکزي حکومت هم جنس پرستۍ ته دوام ورکوي خو مرکزي حکومت وايي نرښځیانو ته قانوني تحفظ ورکول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG