لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړۍ په زیاتو بدعنوانه هیوادونو کې پاکستان په کومه درجه ولاړ دی؟


سپريم کورټ احتساب قانون کې د بدلونونو په ضد د پخواني وزير اعظم عمران خان د خواست اوريدنه کوي او اعلا عدالت حيرانتيا ښودلې چې عمران خان په خپل خواست کې د نيب اختيار نه دپوځ دبهر ساتلو معامله ولې نه ده راوچته کړې
سپريم کورټ احتساب قانون کې د بدلونونو په ضد د پخواني وزير اعظم عمران خان د خواست اوريدنه کوي او اعلا عدالت حيرانتيا ښودلې چې عمران خان په خپل خواست کې د نيب اختيار نه دپوځ دبهر ساتلو معامله ولې نه ده راوچته کړې

د کرپشن یاغبن په ضدکار کوونکې نړیوالې ادارې ټرانسپیرنسي انټرنپشنل پخپل تازه رپوټ کې ویلي پاکستان دنړۍ په هغو هيوادونو کې شامل دى چې پکې دتيرو 4 کالو راهسې د غبن ختمولو لپاره څه زړه پورې ګامونه نه دي اخستل شوي.

دنړيوالې ادارې تر مخه پاکستان د کال2021م په څير کال 2022م کې هم د کريشن انډيکس يا په نوملړ کې د نړۍ180 هيوادونو کې په 140م نمبر دى.

تير کال داپريل مياشت کې واک کې له راتلو وروسته د واکمن ایتلاف پي ډي ايم حکومت داحتساب قانون کې یو شمیر بدلونونه کړي وو او سپريم کورټ ددې په ضد دپخواني وزير اعظم عمران خان د خواست اوريدنه هم کوي.

دټرانسپيرنسي اڼټرنيشنل د رپورټ ترمخه پاکستان دنړۍ په هغو هيوادونو کې دى چرته چې د تيرو 5 کالو راهسې د کرپشن په ضد مبارزه کې کمى راغلى دى.

د ډان ورځپاڼه پاکستان لپاره دیاد سازمان د مشر جىټس ريټايرډ ضيا پرويز له خولي وايي CPI يا د کرپشن په اړه اعشاريو کې د پاکستان شميره يوه درجه راکوزه شوې ده.

خو ورسره هغه تير کال 2022م کې دقانون د واکدارۍ په ترڅ کې د پاکستان دشميرې يوه درجه دښه کيدو پخلى هم کړى دى

د رپوټ جاري کيدو په ترڅ کې دټرانسپيرنسي انټرنيشنل د پاکستان لپاره وياند جسټس ريټایرډ شايق عثماني دا تاثر رد کړى چې ګنې د يو څو طاقتوره تنانو په ضد کاروايي سره پاکستان کې د بد عنوانۍ مخنيوى کيدای شي.

د يو شخصي ټي وي سره خبرو کې شايق عثماني ويلي د کرپشن تړاو نيغ په نيغه د واکمنۍ سره دى او په دې لړ کې لوىې مثال د پاسپورټ ددفتر دى چرته چې هر ډول پاسپورټ اخستو لپاره د نرخ د ټاکلو له پريکړې وروسته د کرپشن کچه ډيره راکوزه شوې ده.

نوموړي وويل دپاسپورټ په څير ټولو هغه حکومتي ادارو لپاره د نوو ضابطو جوړول ضروري دي چرته چې اولس په روزانه بنيادونو خپلو کارونو لپاره تګ باندې مجبوره وي.

د پاکستان حکومت لا تر دې دمه دټرانسپيرنسي انټرنیشنل دغه رپوټ ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

خو څيړونکى حسن عسکري د دې تاثر سره اتفاق نه کوي چې ګني اقتدار کې دشاملو طاقتورو تنانو په ضد کاروایي به څه اغیز ونه لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل که کرپشن کې دککړو مهمو چارواکو پرضد ګامونه واخستل شي نو دې سره به دحکومتي چارواکو په زړونو کې ويره خوريږي او د کرپشن مخنيوى له دې لارې کيدای شي.

نوموړي زياته کړه، د ګورننس يا واکمنۍ نه علاوه غربت، بې روزګاري او نور علتونه هم بدعنوانۍ ته وده ورکوي.

ټرانسپيرنسي انټرنيشنل د بدعنوانۍ دمخنيوي په ترڅ کې د پاکستان حکومت ته معالوماتو ته د لاس رسي یقني کولو او د څارنې دکوټلي نظام خپلولو سپارښتنې هم کړې دي.

پروسکال داپريل په مياشت کې مرکز کې له واک تر لاسه کولو وروسته واکمن ایتلاف پي ډي ايم د قانون سازۍ د لارې داحتساب قانون کې دلویو بدلونونو منظوري ورکړې وه.

دحکومت مخالفه تحريک انصاف ګوند مشر اؤ پخوانى وزير اعظم عمران خان تور لګوي چې ددې بدلونونو مقصد پي ډي ايم کې د شاملو ګوندونو پیپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز دمشرانو په ضد د کرپشن مقدمې ختمول دي خو حکومت بیا ددې بدلونونو دفاع کوي.

سپريم کورټ احتساب قانون کې د بدلونونو په ضد د پخواني وزير اعظم عمران خان د خواست اوريدنه کوي او اعلا عدالت حيرانتيا ښودلې چې عمران خان په خپل خواست کې د نيب اختيار نه دپوځ دبهر ساتلو معامله ولې نه ده راوچته کړې.

د پوځ دريځ دى چې دپوځي ادارې دننه د بدعنوانۍ په ضد خپل کوټلى نظام موجود دى چې وخت په وخت کارروایۍ کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG