لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګرس د مبینه سپکاوي په الزام به د امریکې د پخواني صدر په مشیر مقدمه چلول کېږي


د وي او ای د رپورټ ترمخه، د بېنن وکیلانو کوښښ و چې د بېنن مقدمه وځنډول شي او دا دلیل یې وړاندې کړی چې د کانګرس کمېټۍ د اورونو په اړه په مطبوعاتو کې د خبرونو په اساس به جیوري یا د منصفانو ډله بېنن ته انصاف ورنکړي
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د بېنن وکیلانو کوښښ و چې د بېنن مقدمه وځنډول شي او دا دلیل یې وړاندې کړی چې د کانګرس کمېټۍ د اورونو په اړه په مطبوعاتو کې د خبرونو په اساس به جیوري یا د منصفانو ډله بېنن ته انصاف ورنکړي

د امریکې کانګرس د مبینه سپکاوي په الزام د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د یو مشیر د مقدمې دپاره د جیوري یا د منصفانو انتخاب د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع کېږي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د ټرمپ پخوانی مشیر سټیو بېنن د تېرو څو میاشتو راهسې د کانګرس هغه کمېټۍ سره د مرستې نه انکار کوي چې تېر کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ د احتجاج کونکو د یرغل په اړه تحقیقات کوي.

ای پي وايي په بېنن د واشنګټن په یو عدالت کې الزام لګول شوي چې د کانګرس د تحقیقاتي کمېټۍ ته د حاضرېدو نه یې انکار کړی او کمېټۍ سره ريکارډ او شهادت د شریکولو نه انکار کوي.

د رپورټ ترمخه په بېنن د نومبر په میاشت کې کانګرس د توهین په دوو مادو پس له هغې فرد جرم ولګول شو چې کانګرس د انصاف وزارت ته مقدمه ولېږله. که چېرې په بېنن د فرد جرم الزامات صحیح ثابتېږي نو تر یو کال پورې د قید سزا ورکړی کېدلی شي.

د یوې هفتې نه زیات وخت وړاندې، د بېنن وکیل رابرټ کاسټېلو وویل بېنن تیار دی چې د کانګرس کمېټۍ ته حاضر شي. هغه زیاته کړه د بېنن په دریځ کې بدلون پس له هغې شوی چې ټرمپ د بېنن د شهادت ورکولو په اړه د هغه استثنا ختمه کړه.

۶۸ کلن بېنن د ټرمپ په مرستیالانو کې تر ټولو زیات مشهور تن دی چې تر اوسه پورې د کانګرس تحقیقاتي کمېټۍ ته د شهادت ورکولو نه انکار کوي. ای پي وايي بېنن دا دلیل لري چې صدر ته د ورکړی شي استثنا دلاندې هغه شهادت نشي ورکولی او د صدارتي استثنا دلاندې ورته تحفظ حاصل دی.

ای پي وايي د کانګرس کمېټۍ ته د شهادتونو او د وایټ هاوس دستاوېزاتو مخه نیولو دپاره ټرمپ څو ځله صدارتي استثنا استعمال کړی دی سره د دې چې هغه اوس صدر نه دی.

د رپورټ ترمخه سپریم کورټ د جنورۍ په میاشت کې د ټرمپ د دې کوښښونو خلاف فېصله ورکړې ده چې نېشنل ارکایو یا د دستاوېزاتو محفوظ ساتلو قامي محکمه د کانګرس د تحقیقاتي کمېټۍ سره د مرستې نه ودروي.

د سپریم کورټ د فېصلې نه مخکې یو زېلي عدالت په خپله فېصله کې د نورو خبرو ترڅنګ دا هم ویلي وو چې صدران باچاهان نه دي

د کانګرس کمېټۍ ته دا هم وېل شوي چې ټرمپ په کال ۲۰۱۷ کې بېنن د چوکۍ نه لېرې کړی و او په کانګرس د حملې په وخت هغه د یو عام شهري په حېث د ټرمپ مشیر و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د بېنن وکیلانو کوښښ و چې د بېنن مقدمه وځنډول شي او دا دلیل یې وړاندې کړی چې د کانګرس کمېټۍ د اورونو په اړه په مطبوعاتو کې د خبرونو په اساس به جیوري یا د منصفانو ډله بېنن ته انصاف ورنکړي.

خو د عدالت جج تېره هفته وویل چې مقدمه چلېدلی شي او هغه به د منصفانو داسې ډول ډله کښېنوي چې منصاب، عادلانه او غیر جانبداره به وي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای او د ای پي خبري ادارې د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG