لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اخیرۍ مباحثه: ټرمپ او باېډن په کرونا، نسلي تعصب او یو شمیر مسلو خبرې کړي


(COMBO) This combination of pictures created on October 22, 2020 shows US President Donald Trump and Democratic Presidential candidate and former US Vice President Joe Biden during the second and final presidential debate at Belmont University in…
(COMBO) This combination of pictures created on October 22, 2020 shows US President Donald Trump and Democratic Presidential candidate and former US Vice President Joe Biden during the second and final presidential debate at Belmont University in…

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او د ډیمو کرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن تیره شپه د ټینیسي ایالت په نېشول ښار کې په اخیرۍ صدراتي مباحثه کې د ګډون په وخت په کرونا وبا، د امریکا قامی سلامتیا تر څنګ په یو شمیر کورنۍ ستونزو او خارجي تګلارو خبرې کړي. په امریکا کې د روان صدارتي زغل دا دویمه او اخیرۍ مقابله وه چې د انتخاباتو د نېټې دوه اونۍ وړاندې ترسره شوې. د لومړۍ مباحثې په شان په دې کې هم لومړۍ پوښتنه د کرونا وبا په اړه وه.

صدر ټرمپ وویل ٫٫ دا نړیواله وبا وه. په ګرده نړۍ کې راغلی، تاسو ګورۍ چې په اروپا او نور ګڼو نورو ځایونوکې خوره شوې.٬٬ صدر ټرمپ وویل ویکسین به ډیر زر تیار شي، خو جو باېډن وویل د ۲ لکه ۲۰ زره امریکایانو د کرونا د لاسه د مرګ وروسته اوس ډیر ناوخته شوې دی.

٫٫ هغه تن چې د دې دومره مرګونو ذمه وار وي هغه دې نور د امریکا صدر پاتې نه شي.٬‌٬٬

دواړو په یو بل د بډو رشتونو تورونه ولګول، صدر ټرمپ بیا په خاصه توګه د جو باېډن د ځوي هنټر باېډن په یوکرین او روس کې د کاروبارونو په اړه خبره وکړه. ټرمپ وویل ٫٫ ټول ایمیلونه، وحشتناکه ایمیلونه چې تاسو کمې پېسې راټولې کړي، ته او ستا کورنۍ، او جو ته هغه وخت ناېب صدر وې په دې کې چې دا ځیني څه شوي دي.٬٬

خو جو باېډن بیا دغه ټول تورونه رد کړل. ٫٫ ما په خپل ټول ژوند کې د هیڅ یو خارجي سرچینی نه یوه پېسه نه ده اخستې. خو مونږ زده کړي چې دې صدر په چین کې ۵۰ ځله ټېکس ورکړی، او په چین کې پټ بنک اکاونټ لري او د چین سره کاروبار کوي.٬٬

ټرمپ وویل چې د چین دغه اکاونټ پټ نه وو او هغه په ګرده نړۍ کې کاروبارونه کړي. هغه دا رپورټونه رد کړل چې ګنې هغه په نژدیو کلونو کې په امریکا کې دننه کم ټېکسونه ورکړي. ٫٫ ما په تیرو څو کلونو کې د وړاندې نه خپل ټکسونه ورکړي، په لسګونو میلینه ډالره. ما دغه وړاندې ورکړي.٬٬

په امریکا کې دا انتخابات په داسې وخت کې کیږي، چې امنیتي چارواکود ځیني خارجي هیوادونو لخوا په دې کې د لاسه وهنې خبرداری ورکړی. جو باېډن په دغې اړه وویل ٫٫ روس په دې کې لاس لري، چین هم پکې تر څه حده شامل وو او مونږ اوس خبر شو چې ایران هم په دې اخته دی.٬٬ صدر ټرمپ‌ بیا وویل هغه مخالفه خارجي هیوادونو ته کلک ودریدلی دی.

٫٫ ځکه د روس لپاره زما نه زیات سخت څوک نه وو.‌ چې پابندۍ یې پرې لګولی وی، د روس په معامه کې زما نه سخت نه دي پاتې. کوم څه چې ما د ناټو سره وکړل، تاسو خبر یې، ما د ناټو هیوادونه دې ته مجبوره کړل چې ۱۳۰ بیلینه ډالره اضافي مصرف کړي او دغه مو په یو کال کې ۴۲۰ بیلینه ډالره ته سېوا کړې.‌ دغه ټولې د روس پرضد ساتنه ده.٬٬

د جارج میسن پوهنتون یو څیړنکار وايي دواړه کاندیدانو ښه مباحثه وکړه، خو باېډن په اخیره کې وځلید.

٫٫ په اخیره کې یو پوښتنه وشوه چې که تاسو وګټله نو کوم چا چې تاسو له رایې نه وي درکړې هغو ته به څه پېغام ورکوۍ؟ دا د امریکایانو د رایو کولو پېغام وو. چې زمونږ په سیاست کې پېدا شوي اختلافونو پرضد وو.٬٬‌٬ ده څیړونکی وايي ټرمپ په دغې کې بې رحمه وو.

٫٫ هغه پوهیدو چې هغه څه کول غواړي، او هغه د جو باېډن د ځوي په کیسه کې په هغه داغ لګول غوښته. زما په فکر څه روان دي.٬٬

په مباحثه کې بې د کوم ګټونکي هغه وايي دغه به د رایې ورکونکو نظر بدل نه کړي.

په امریکا کې شوو نظر پوښتنو تر مخه جوباېډن د ټرمپ‌ نه وړاندې دی. خو مقابله اوس سختو ایالتونو ته تللې چې د انتخاباتو فیصله به کوي. په امریکا کې د ۴۰ میلینه نه زیاتو امریکایانو د انخاباتو د ورځې وړاندې راېې اچولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG